1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني نوي خارجه وزير په کار شروع وکړل

۱۳۸۸ آبان ۸, جمعه

د تيري چارشنبې راهيسي د صدراعظمي انګيلا ميرکل تر مشرۍ لاندي د جرمني حکومت په کار شروع وکړل ، او نوو وزيرانو د پخوانيو وزيرانو ځای ونيوۍ

https://p.dw.com/p/KJJs
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل په پارلمان کښي تر دوباره انتخابيدو وروسته
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل په پارلمان کښي تر دوباره انتخابيدو وروستهانځور: picture-alliance/dpa

کله چي پخواني دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير چي دسوسيال ديموکراټ دګوند غړی دی، دبهرنيو چارو دوزارت له مامورينو څخه خدای پاماني کوله ، هلته ډيره غمجنه فضاحاکمه وه . شټاين ماير خپلو راغونډو شويو پخوانيو همکارانو ته مخ ورواړاوو اوڅرګنده يي کړه چي ماته داسي په نظر راځي چي ما همدا پرون دادنده په غاړه اخيستي وي نه داچي4کاله پخوا . شټاين ماير زياته کړه چي :

«زه به دډيرو شيانو کمبود احساس کړم ،ستاسي ډيري هوښييارانه مشورې ، ستاسي تجربي، اودتاسي جرآت بخښنه به چي ځيني وختونه اړه ورته وه اوهمدغه ډول ستاسي صميميت به چي زه پدې وزارت کي ورسره مخامخ شوی يم، هيرنکړم . زه ځمه، خولدې نړۍ څخه نه ځم . ستاسي ټولوڅخه مننه کوم .اوس دخارجه چارو پخواني وزير په مرکزي پارلمان بوندس تاګ کي دحکومت دسوسيال ديموکرات دمخالف ګوند دډلي مشرکيږي .

ده پدې تيرو 4کالوکي 406ورځي په بهرنيو هيوادونوکي تيري کړيدي . خارجي هيوادوته داسفرونه دخدمتي زړوالوتکو په واسطه تل اسانه او بي خطره نه وه . يو وار حتی دی مجبوره وو،چي دالوتکي له خلاصي دروازي سره ويانا ته والوزي . اودبهرنيو چارو نوي وزير ګيدو وستروله د شټاين ماير څخه پدې وروستيو کلونوکي دهغه دښه ګډکارله امله خوښنه څرګنده کړه . او ويې ويل :

«تاسي ماته ډير معلومات پدې هکله راکړل چي ستاسي ديوې پريکړي انګيزه څه شی اوستاسي ديوه حرکت علت څه وو. په ځيني موضوعګانو باندي موچپتيا غوره کوله اوماته مونه ويل . دمثال په ډول پدې هکله چي سړی بايد پداسي حال کي چي دالوتکي دروازه خلاصه وي ، هم الوتني ته مجبوره وي . خوداهم ښه ده چي اوس داخبره راته کوې .»

وروسته تر هغه وسترويله په ډيره جدي لهجه سره وويل چي د جرمني دخارجي سياست ددغه هيواد له ډيرو باارزښته وسايلو څخه دی ،او وايی ،

«پدې ضمن کي بايده دي چي ځان هيڅکله د نورو څخه لوړ ونه نيسو ،پر مخصوصو لارو ولاړ نسو، بلکه پدې بايد آګاه واوسو، چي زمونږ سياست به تل په هغه صورت کي بريالی وي ،چي دمونږ له ملګرو سره څنګ په څنګ وچلول شي .اوسربيره پردي بايده دي هيڅکله ځان له هغه نه چي يو، کمکی وښيو . اوبايده دي ،او هم په هغو اشارو باندي چي دنورو له خوا جرمني ته ورکول کيږي ، پوه شو . »

د خارجه چارو دنوي وزير، دده دمعيني کورنيليا پيپر، او ورنر هاير، هرکلی دبهرنيو چارو دوزارت دکارکونکو لخوا په تودو چک چکو سره وسو .

د خارجه وزارت په بين امللي تالار کښي ټولي څوکۍ ډکي وې . حتی دايښودل شويو څوکيو شاته ډير نژدې نژدې سره تنګ مامورين اومستخدمين ولاړ وه . وسترويله ويلي چي دا ده ته دوياړ ځای دي چي د جرمني د ډيرو ښواو ورزيده ښځو اونارينه وو سره ګډکار کولی شي.

نوي وزير ډير وخت نه درلودۍ، چي په خپل وزارت کي سم ځان بلد کاندي ځکه چي دپيژند ګلوۍ لدې کتني څخه ډير ژر وروسته ماسپښين يې بايد په بروکسل کي داروپايي جرګې په غونډه کي ګډون کړی وای .

بيټينا / رحیله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري