1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني يوې محکمې د سلفيانو په نامه يوه اسلامي ډله محاکمه کړل

۱۳۸۸ اسفند ۱۴, جمعه

د جزايي محکمې مشر قاضي خپله ژمنه سر ته ورسوله او دجرمني د زاورلنډ دډلې غړو ته يې د هغوی لخوا په هر اړخيزه ډول د اعتراف کولو له امله د سزا د حکم په اندازه ټاکلو کې مراعات وکړ

https://p.dw.com/p/MKqY
انځور: picture-alliance/dpa

خو اوتمار برايدلينگ په عمومي توگه د مدافع د وکيلانو پر ځای د څارنوالۍ غوښتنی ومنلې . قاضي القضات يو ځل بيا په گوته کړه چې څلور واړو تورنو کسانو کوم کوم هدفونه درلودل . په دې اړه د هغهء وياند اولريش ايگر وايي:

« قاضي القضات څرگنده کړه چې د پوليسو د ادارې د تحقيقاتو له امله ښايي چې د يوې خونړۍ پېښی مخه نيول شوې وي . د محکمې په باور د 150 تنو انسانانو، په تېره بيا د امريکا د متحدو آيالتونو داتباعو وژنه د دوی موخه وه، البته که هوډ يې عملي بڼه نيولې وای .»

په يوه تروريستي سازمان کې د غړيتوب او د چاودېدونکو موادو په مرسته د ډېرو انسانانو د قتل د پلان جوړولو له امله، فريڅ گېلوويچ، چې د ډلی مشر و، او آدم ايلماس هر يو په 11 کاله بند محکوم شول . دانيل شنايدر بايد 12 کاله زندان تېر کړي، ځکه چې هغه د قتل د يوې هڅی په تور هم محکوم شوی دی . تر ټولو ځوان متهم سړي اقرار کړی و چې د 2007 کال د سپتمبر په پيل کې د نيول کېدو په ترڅ کې يې له يو تن پوليس څخه وسله تر لاسه کړه او ډز يې پرې وکړ، خو هيچا ته په کښې مرگ ژوبله وانه وښته . اتيلا سېلېک فقط د نيم کال د مودې دپاره زندان ته وراچول کيږي . نوموړی 24 کلن سړی يو کال په ترکيه کې په توقيف کې و.

د حکم د اورولو په وخت کې تورنو کسانو کوم غبرگون ونه ښود . هغوی د قضايي چارو په ترڅ کې اقرار کړی و چې د اسلامي جهاد د اتحاد د يوې تروريستي ډلې په توگه يې د 2007 کال په مني کې هڅه کړې وه چې په آلمان کې په امريکايي ودانيو باندی د موټربم د بريدونو له لاری ډېر زيات انسانان ووژني . د نيول کېدو پر وخت يې لا کوم دقيق هدفونه نه وو په گوته شوي . خو ځينې هدفونه رستورانونه، نڅاځايونه او هوايي ډگرونه وو، په بېلابېلو ښارونو کې يعنی فرانکفورت ، کولن، دوسلدورف او مونشن کې . پرته له دې د زاورلنډ د ډلی غړو په خارج کې د ورسره مرسته کونکو او تنظيمونکو په اړه ډېر جزيات هم ورکړل . دا چې په ډېر هر اړخيز ډول يې اقرار کړی دی، نو لوی څارنوال فولکر بريکن پرې هم تعجب کوي :

«تورنو کسانو اعتراف کړی دی چې له دې امله د شواهدو راغونډول هم آسانه شوي دي او هم به لږ وخت ونيسي . موږ د دې اټکل کوو چې قضيه به ورباندي تقريبا يو کال لنډه شوې وي .»

د 24 او 31 کالونو تر منځ عمر لرونکو سړو د قضايي چارو په ترڅ کې ټينگار وکړ چې اسلامي تروريزم ته يې اوس شا اړولې ده او دا چې د پلان شويو بريدونو له امله اوس خواشيني دي . دغه خبره فريڅ گېلوويچ هم په خپلو وروستيو څرگندونو کې يو ځل بيا پخه کړه . د هغهء د مدافع وکيل ديرک اودن ورته ورپسې وويل چې ښځه يې هم د جهاد له اتحاد څخه د ملاتړ په تور نيول شوې ده :

«هغهء په آخر کې وويل چې زه د روانو پېښو له امله حيران او ترهېدلی يم. زه غواړم څرگنده کړم چې په راتلونکي کې به په هيڅ ډول تروريستي فعاليتونو کې ونډه نه اخلم، په هيڅ صورت به يې نه کوم . زه به هيڅ کومی تروريستي ډلې سره بېرته نه يو ځای کېږم . دغه پرېکړه مطمئينه ده او زما د نورو څرگندونو په څېر رشتينې بڼه هم لري .»

سونيلا زانډ/نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري