1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان تر اوږدو بحثونو وروسته د روان کال بودجه تصويب کړه

۱۳۸۹ فروردین ۱, یکشنبه

پوره څلور ورځي د جرمني سياستمدارانو پر دې باندي فکر کاوه، چي څنګه کيدای سي تر څو د ډير پوروړيتوب څخه ځان وساتي او پورونه يو څه کم کړي...

https://p.dw.com/p/MYXR
د آلمان په پارلمان کي مېرمن انګيلا ميرکل د کلنۍ بودجې د تصويبېدو په غونډه کي د وينا پر مهال
د آلمان په پارلمان کي مېرمن انګيلا ميرکل د کلنۍ بودجې د تصويبېدو په غونډه کي د وينا پر مهالانځور: picture alliance/dpa

سياستمدارانو د همدااوس څخه لا د راتلونکو کلونو د بودجې په باب فکر کاوه. يعني داچي څنګه ددې امکان پيداکيداي سي، چي دډير پوروړيتوب څخه يو څه راکم سي، هغه څه، چي سړي يې اوس بېخي يو تاريخي حالت بللي سي . په دې اړه د جرمني د چپيانو د ګوند مشري ګيزينه لويچ په آخره کي وويل:

«موږ د80 مليارډه ايرو نوي پوروړيتوب څخه خبري کوو، چي پر هغه باندي 27 مليارډه ايرو د سرمايه ګذارۍ سره د کومک او17 مليارډه ايرو د قرضې د ادأ کولو د صندوق دپاره پور سوي پيسې اضافه کيږي، چي دا ټول تر124 مليارډه ايرو اوړي . په بودجه کښي نور تر دې ډير بحران نسي راتلای.»

د2001 کال څخه بايد دولت پورونه د اساسي قانون مطابق چي د قرضو اندازه او کمول يې تشريح کړي دي، تر 2016 کال پوري قدم په قدم رالږ، او هغه نبايد د ملي ناخالصه عايد څخه تر 0,35 فيصده اضافه وي.

دا په دې مانا،چي دولت بايد د راتلونکي بودجوي کال څخه هر کال 10 مليارډه ايرو، او که ټکت پولي نوره هم ډيره سي، 15 مليارډه ايروسپما وکي.

د پارلمان غړو د هر کال په بودجه کي د 10 څڅه تر 15 مليارډو ايرو د سپما غوښتنه کوله
د پارلمان غړو د هر کال په بودجه کي د 10 څڅه تر 15 مليارډو ايرو د سپما غوښتنه کولهانځور: picture alliance / dpa

د آزاد ډيموکراټانو د ګوند د بودجوي کارپوه يورګين کوپلين د 2011 کال دپاره لا اوس د بودجې پلانول غواړي: «دا بايد يو سمه او درسته بودجه وي. موږ بايد نور هم د پورو د راکمولو لار تعقيب کړو، او زه همدااوس لا ټولو وزيرانو ته وايم، چي تاسي بايد د 2011 کال د بودجې دپاره دا په نظر کي ونيسی، چي واقعاً مو څشي په کار دي. زه د بودجې د لوړيدو هيڅ فکر نه کوم ،او همدا خبره صدق کوي،سپما،سپما او بيا هم سپما »

خو چيري او څنګه سپما؟ په دې هکله د جرمني د ماليې وزير لا چپ پاته دی. په رسمي ډول ويل کيږي، چي بايد د می د مياشتي تر پيله پوري انتظار وايستل سي، تر څو د مالياتو څخه پلاس راغلي عايدات معلوم سي . خو اپوزيسون د جرمني پر اييتلافي حکومت باندي تور لګوي، چي قصداً نه غواړي د نوردراين ويست فالن د ايالت د انتخاباتو دمخه خلګ د ډيري سپما څخه وبيروي. لکه څنګه چي د جرمني د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند سياستمدار يواخين پوس وايي، چي د ماليې په وزارت کي اجازه نسته، چي د راتلونکي کال د بودجې په باب وړانديز ونه وسي:

« دوي په هيڅ برخه کښي د راتلونکي کال له پاره يو طرحه وجود نلري، نه د محلاتو د مالي حالت ، نه د بودجې ، او نه هم د مالې سياست او اسعاري بازا رو دپاره . داددې هيواد حالت دی. »

خو د ماليې وزير بيا ځان د هغه څخه نه خبروي، او وايي، چي سوسيال ډيموکراټان بايد پرابلمونه غټ نه کړي .