1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان د آواکس په الوتکو کښي د ګډون فيصله وکړل

۱۳۸۸ تیر ۱۲, جمعه

آواکس اکتشافي الوتکي بايد په افغانستان کښي ټول نظامي هوايی تګ راتګ کنټرول ،او د هوايي عملياتو ملاتړ وکي . هغه به د هوايې لارو کنټرول او تنظيم پرغاړه اخلي ...

https://p.dw.com/p/IgU9
يوه د ناټود آواکس داکتشافي طيارو څخه
يوه د ناټود آواکس داکتشافي طيارو څخهانځور: AP

پرون دجرمني پارلمان فيصله وکړل چه افغانستان ته د آواکس اکتشافي الوتکي واستوي . اواوس به نو ناټو افغانستان ته 4 آواکس اکتشافي الوتکي ،او100 آلماني پوځيان واستوي .

د څو ورځو راهيسي د جرمني د آخن ښار ته نژدې دګايلن کيرشن په ښار کښي دپورتنيو الوتکو دماموريت دپاره په افغانستان کې تياری نيول کيږي .

دغه طيارې به په يوه ټاکلي وخت کښي په مسلسل ډول دافغانستان هوايي لاري کنترولوي . آواکس اکتشافي الوتکي د حساسو رادارو په درلودلو سره مشهوري دي .

ناټو 17 دغه ډول الوتکي لري ، چه څلور يا پنځه يې په اوس وخت کښي د ترکيې په کونيا کښي ځای پر ځای کيږي ، او داسي ښکاري چه د همدغه ځای څخه به هغه بيا دافغانستان هوايي لاري څاري .

پدغو طياروکښي به الماني پوځيان هم ناست وي . يو ددغو پوځيانو څخه ډګروال راين هارډ مک دی .

دی وايي ، « موږ په دغه ماموريت کښي برخه اخلو، تر څو د سولي د پروسې ملاتړ وکړو . هر څوک بايد پوه سی چي موږ هلته د جنګ دپاره نه ځو ، بلکه موږ بايد د خپلو پوځيانو ملا وتړو ، او دا کوښښ وکړو چي ډيري ناخوالي رامنځ ته نسي . هڅه به مو داوي چې کامل امنيت ډاډ من کړو. »

An Bord eines AWACS- Aufklärungsflugzeuges
انځور: AP

دجرمني د ګايلن کيرشن په سيمه کې 500 پوځيان ځای پر ځای دي . ددغو پوځيانو يو پر لسمه به په نژدې وخت کښي په افغانستان کښي په خدمت پيل وکړي .

اصلأ په خارج کښي پوځي عمليات دډيري مودې راهيسي د پوځيانو په منځ کښي يوه ډيره د جر وبحث موضوع ده ، هغه يوازي د پوځيانو په قشلو کي په خاص ډول د جر وبحث موضوع نه ، بلکه د پوځيانو په کورنيو کي هم خورا ګرمه موضوع ګرځيدلې ده .

39 کلن بيرنډ ويلنګ چه د بوزنيا په جګړه کښي يې هم برخه درلودل ´; وايي ،« طبيعي خبره ده چي دا يو عجيب او غريب احساس دي . زما کوچنيان د اولي پلا د پاره دداسي يو واقعيت سره مخا مخ کيږي ، کله چه دوی په کور کښي د افغانستان په اړه خبرونه ګوري او يا يې اوري ، نو دا د نورو کوچنيانو په مقايسه ددوی دپاره يو نورمال حالت ندی . »

بيرنډويلنګ داواکس په طياروکښي د مخابره چي وظيفه پرغاړه لري . دآواکس د عملې د 17 پوځيانو څخه يو پر دريمه يې الماني پوځيان دي . دغه الوتکي به د لسو زرو مترو په جګوالي (ارتفاع ) سره د افغانستان په فضا کې تګ راتګ کوي . هغه به کوښښ کوي چه د افغانستان په غرنيو سيمو کي خپلي الوتني تر سره کړي .

آواکس کولی سي په هوا کښي د خپلو الوتنو پر وخت تر 400 کيلومترو پوري ساحه ترڅارني لاندي ونيسي.که څه هم دآواکس عمله په مځکه کښي په مخامخ جنګ کښي شامل ندي ، خو ددوی ماموريت د خطر څخه خالي هم ندی .

وينکيرت/ ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري