1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان د لومړۍ غونډي لپاره تياری

۱۳۸۸ آبان ۱, جمعه

دسپټمبر په مياشت کې د المان د پارلمان لپاره نوي ټاکني تر سره شوي پر 27 د اکټوبر، ياني ديرش ورځي وروسته د پارلمان لومړۍ جلسه پيل کيږي، دغه جلسه به د پارلمان د مشر په وينا پرانستل کيږي...

https://p.dw.com/p/KDlF
د جرمني پارلمان ودانۍ
د جرمني پارلمان ودانۍانځور: Picture-alliance/dpa

نوي او زوړ مشر خپله وينا داسي پيل کړه چي د ستاسي په مينځ کي داسي يو څوک شته دي، چي زما ژوند يې تر دي دمه پوري په ښه طريقه سره بدرقه کړي دي.

د همدغي وينا په تړاو ، کله چې نوي او زوړ د پارلمينټ مشر د خپلي کليزي نيټه په ډاګه کړه ، نو ټولو زړو د پارلمان د غړو د پاره دا يوه د وياړ نه ډکه خبره وه ، چي د المان د 17 پارلمان د پړاو، غونډه په داسي الفاظو پرانستل شوه ، نوي او زوړ د پارلمان مشر د سي ډي او کريسټ مسيحي اونيون غړي نوربرټ لامرټ دي د غونډي د پيل زنګ ته غوږ شي.

مخکي ددي څخه چې د پارلمان نوي ټاکل سوي غړي په خپلوکارونو پيل وکړي، بايد د پارلمان د غړو هال نوي تنظيم شي، ددې مانا داده چې په پارلمان کي استازي سياسي پارټي او ددوي غړي د يو بلوک په حيث يو دبل تر څنګ په څوکيو کي کښيني.

د پارلمان د غړو لپاره د لومړي قطار څوکي ډيري په زړه پوري وي ، ځکه چې د غونډي په وخت کې په د تلويزونونو کمري د لمړيو قطارونو پر غړوسمي وي پدي هکله د پارلمان وياندکريستيان هوزه داسي وايې:

«د پارلمان لومړي او دوهم قطارونه ټيلفون لري او د تخنيکرانو د پاره ډيره ګرانه ده چې ټول د ټيلفون لينونه د نوي پارلمان د نوو غړو د پاره د سره تنظيم او په لاره کړي ، په پارلمان کي به يوګڼ شمېرد المان د سوسيال د يمکراتانوڅوکي لري کړي شي. د المان سوسيال ديمکراتان د 76 څوکيو سره فعلاً په پارلمان کې استازيتوب کوي ، او دغه څوکۍ به اوس د اپوزيشن يا مخالف ګروپ د څوکيو په ځای کي ځای په ځاي کيږي.

د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير فرانک والټرشټاين ماير
د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير فرانک والټرشټاين مايرانځور: AP

د المان د سوسيال ديمکراتانو د فريکشن مشر به دالمان پخواني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير وي دي وايې: «دا ښکاره خبره ده چې د المان د سوسيال ديمکراتانو فريکشن به په پارلمينټ کې د يو ځواکمند فريکشن مر کز وي همدغه فريکشن به د اوږده وخت د پاره د همدغه پارلمان د لاري سياسي بنسټيزي، وړانديزونه د سوسيال ديمکراسي د سياست انډول په لاره او وده ورکړو، د همدغو موخو د پاره بايد زه کار ته ملا وتړم»

سياسي حالات په المان کې په اوسني وخت کې داسي بريښي ، اګر چې سوسيال ديمکراتان يو څه ضعیف ښکاري ، خو ليبرالان اف ډي پي د پارلمينټ د غړو خولي د خندا نه ډکي وې. دوی په پارلمان کي 32 څوکي لري، دوی به په ګډه د مسيحي ديمکراتيک اونيون او د مسيحي سوسيال اونيون سره په ګډه راتلونکي حکومت جوړوي، ځکه چې دغه پارټي په ګډه يو مطلق اکثريت جوړوي.

د المان لمړي وزيره انګلا ميرکل په اصل کې ډيره خو شحاله ده او وايې چې: «زه فکر کووم چې موږ به د يو ډير ښه حالت به لرلو سره راتلونکي پړاو پيل کړو.

Werkhäuser, Nina/ شيرين ګرديوال

کتونکی. زيارمل