1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان غواړي امنيتي خصوصي تصدۍ کنترول کړي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

دخصوصي پوځي او امنيتي چوپړونو بازار تود دئ ،او دا يو د ودي په حال کې د مليارډونو بازار دئ ...

https://p.dw.com/p/Hcq8
د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمانانځور: picture-alliance / dpa

هر ځای چې دولتي نظم له کار څخه ولويږي، نو بيا دا څانگه ورته د شخصي خلکو او تصديو امنيت ساتي . حتی منظمې اردوگاني هم په دې چوپړونو باندې تکيه کوي، کله چې خبره پر روزنې، معلوماتو لاس ته راوړني او يا خطرناکو دندو باندي وي . تر اوسه پورې ډېري لويي امنيت ساتونکي تصدۍ لکه Blackwater, Dyncorp او يا Armour Group له امريکې او يا انگلستان څخه راځي . د آلمان په اتحادي شورا کې د چپ لاسي گوند څخه د دفاعي چارو کارپوه پاول شېفر په دې خيال دئ ، چې بايد جرمني هم له دې مشکل سره ځان عيار کړي . د شېفر له قوله : «دا مهم کار دئ، ځکه دا شرکتونه څانگې او نمايندگۍ لري او کولی شي آلمان کې هم خپل خدمتونه سر ته ورسوي . ولو که دا تر اوسه پورې د جرمن ستونځه نه ده، خو يو وخت کېدلی شي، او دا ځکه چې د دې ډول چوپړونو غوښتنه زښته زياته ده او آلماني کمپنيو هم د دې تقاضا د رفع کولو په منظور ځانونه ورپکښې ځای کړيدی .»

له سړې جگړې وروسته يو زيات شمېر هېوادونو خپل پوځونه واړه کړي،او کم کړيدي . په زرگونو ډېر ښه روزل شوي سرتيري د کار په بازار کې موجود دي . د دې تر څنگ د وسله والو نښتو او جگړو بڼه هم ورځ په ورځ بدليږي .

په زياتېدونکو بې انډوله جگړو کې، يعني کله چې يو لوری ډېر زورور او بل ډېر کمزوری وي، نو بيا منظم پوځ له خصوصي کارپوهانو څخه گټه اخلي . په عراق کې د خصوصي امنيت ساتونکو شمېر 30000 تنه اټکل کيږي . په همدې شمېر سره په افغانستان کې هم .

په فدرالي شورا کې د مسيحي ټلوالي له ډلي څخه د بهرني سياست وياند ايکارت فون کلادن Eckart von Klaeden وايي، کله چې خبره د نښتو وي، نو بيا وينو چې دا ډله يو ناټاکلی دريز غوره کوي . ولو که د دولت لخوا هم دنده ورکړل شوې وي : ځکه دوی د پوځ په اوامرو پورې تړلي نه دي . دوی جنگيالي نه دي خو ملکي کسان هم نه دي . د نړيوالو حقوقو له مخې دوی کوم ټاکلی موقف نه لري . ايکارت فون کلادن وړاندې زياتوي : «د دې څانگي تنظيم ته اشد ضرورت ليدل کيږي . روښانه خبره ده، چې دا ډول خدمتونه به له نړيوالو بشري حقونوڅخه تېری نه کوي . داسې کارونه به سر ته نه رسوي د کومو اجازه چې پوځ هم نه لري . د دوی دنده بايد روښانه وي، راجستر شوي وي ،او د خلاف رفتارۍ په صورت کې بايد څرگند وي او بايد ملي او نړيوال اصول ولري .»

حکومتي گوندونو خپلې غوښتني په يوه وړانديز کې سره مطرح کړي، د کوم له مخې چې بايد امنيت ساتونکي شرکتونه د امکان په صورت کې، ځانونه پخپله تنظيم او د عمل کرد يو معين اصول ولري . سربېره پردې د مسيحي ټلوالې استازي غواړي، چې که چېري په جرمن کې د خصوصي سرتېرو خبره منځ ته راځي، نو نه ښايي چې دا کار پرته د پارلمان له پرېکړې څخه سر ته ورسول شي . د سوسيال د موکرات گوند غړي Rolf Mützenisch ته دا ټکی د زيات اهميت وړ دئ او څرگندوي :«موږ، که چېري د پارلمان په توگه دا پرېکړه کوو چې آلماني سرتيري دي په بهر کې وگمارل سي، مثلا د ملگرو ملتونو په چوکاټ کې، بايد په دې پوه شو، چې کوم ځواکونه به ورکول کيږي . تر اوسه پورې معلومه خبره ده، چې هغه د آلمان پوځ دئ . زه نه غواړم چې په راتلونکې کې يواځې حکومت د هغه د پراخولو خيال ولري، بلکه پارلمان هم بايد ورڅخه خبر وي .)

کيسل/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري