1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني پارلمان کيڼ لاسي: ناټو تړون بايد ړنګ سي

۱۳۸۸ فروردین ۷, جمعه

د المان د اتحادي جمهورريت په پارلمان کي د کيڼ لاسو د ګوند مشر او استازي پر ناټو تړون باندي سختي نيوکي کړي او د هغه د ړنګېدو غوښتنه يې کړې ده...

https://p.dw.com/p/HLGO
د المان اتحادي پارلمان
د المان اتحادي پارلمانانځور: AP

د المان لومړی وز يري انګيلا ميرکل پرون ددغه هیواد داتحادي پارلمان په وړاندي دناټو ددفاعي تړون د60 کاليزې دلمانځني په درشل کي چي د اپريل د مياشتي پر 3 نيټه به وي، يوه وینا کړې او په دغه وینا کي يې د هغو موضعګانو سره تماس نيولی چي د ناټو د مشرانو په غونډه کي به ورباندي خبري وسي.

دميرکل له نظره به د ناټو تړون د مشرانو په غونډه کي به د افغانستان موضوع ، د روسيې سره د ناټو پر اړیکو او په ناټو کي د نوو غړو د نيولو مسالې دبحث او خبرو مهم ټکي وي.

ميرکل پخپله وینا کي وايي چي د ناټو ددفاعي تړون مهمه او تر ټولو ضروري د نده به په راتلونکي کي هم داوي چي د خپلو غړو امنيت او د خاوري بشپړتوب وساتي. خو دې موخي ته د رسيدو له پاره به دې ته هم اړه وي چي د ناټو دفاعي تړون به د اړتيا په وخت کي د خپلو غړيو هيوادونو دساحي څخه د باندي هم عمليات وکړي. دمثال په توګه په افغانستان کي.

«دناټو دفاعي تړون بايد دنورو سازمانونو او خوا سره د خپلو اړیکو له پاره يو تعريف ولري ، او په دې هم بايد وپوهيږي چي ناټو ددغه سازمانونو پر سر يو سازمان نه دی، بلکي يوه برخه ده چي په ګډه سره به دسولي او امنيت په لاره کي خپله ونډه تر سره کوي.» ميرکل وايي چي زه غواړمه چي ناټو بايد د روسيې سره بيرته ګډکار وکړي، څنګه چي اوروپايي ټولنه د روسيې سره په منظمه توګه د امنيتي سياست په مسايلو کي سلا مشورې کوي.

د جرمني په پارلمان کي د کيڼ لاسو د ګوند مشر او استازی اوسکار لافونتين
د جرمني په پارلمان کي د کيڼ لاسو د ګوند مشر او استازی اوسکار لافونتينانځور: AP

خو د جرمني په اتحادي پارلمان کي د لومړۍ وزيري خبري د مخالفو ګوندونوله پاره کافي نه وې. ددغه هیواد په پارلمان کي دليبرال ډیموکراټ د ګوند مشر ګيدو وستر، ويلي دي، لومړۍ وزيره ميرکل دې ته پام نه کوي چي د امريکا دمتحده ایالاتو په سیاست کي څه بدلو نونه راغلي دي.

د المان په اتحادي پارلمان کي دشنو دګوند دبهرني سیاست کار پوه يورګين تري تين وايي. که زه ناټو وای نو ما به د خپل 60 کلنۍ په لمانځلو سره په رښتیادا هڅه کړې وای چي ځان ته يوه نوې دنده غوره کړم. که چيري په رښتیا سره څوک نوښت غواړي نو بايد هغه په زغرده ووايي. خو د جرمني په پارلمان کي پرون دکيڼ لاسو ګوند يوازنی ګوند و چي د ناټو پر دفاعي تړون باندي يې سختي نيوکي کړي او ويلي يې دي چي دغه تړون بايد ړنګ کړل سي. لا فونتين وايي د برلين دديوال دچپه کيدو څخه راپدیخوا دناټو په جوړښت کي بنيادي څرخونه را منځ ته سوي دي. ناټو نور يو دفاعي تړون نه دی بلکي دداسي يو پوځي تړون بڼه يې نیولې چي سړی ورته د تيري کونکو يوه ټولنه ويلای سي.

Marx, Bettina/ ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل