1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په موقتي کمپونو کي د مهاجرو ژوند

۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه

آلمان ته د مهاجرو د راتګ بهیر پر کمیدو سربیره اوس هم د دغه هيواد په ورزشي لوبغالو او نورو ځايونو کي مهاجر شپې او ورځي تيروي. خو اوس داسي معلومیږي چې د دا ډول موقتي استوګنځایونو وخت مخ پر ختمیدو دی.

https://p.dw.com/p/2YUIv
Bildergalerie Flüchtlingsunterbringung in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/K. J. Hildenbrand

د آلمان د شپپيګل مجلې په حواله د دغه هیواد په مختلفو ایالتونو کې شاخوا ۲۰ مهاجر په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. یوازې په دوو لویو ښارونو برلین او هامبورګ کې ۱۷۱۰۰مهاجر په دغه شان موقتي کمپونو کې ساتل کیږي.

د آلمان اکثره ایالتونو مهاجرو ته په موقتي استوګنځایونو، ورزشي تالارونو او عمومي سالونو کې ځای ورکړی دی. ډیری مهاجر آلمان ته تر رسیدو وروسته د خوب له تختونو ډکو سالونو او په ډیرو لږو مواردو کې په موقتي استوګنځایونو کې ځای پر ځای کیږي.

بې له برلين، هامبورګ، بریمن، او نورد راین وستفالن ایالتونو، د دغو موقتي استوګنځایونو یوه لویه برخه چې د آلمان په نورو ایالتونو کې جوړ شوي ول تړل شوي دي.

په ټول آلمان کې د مهاجرو د استوګنځایونو په اړه دقیق ارقام نه دي موجود، یوازې د آلمان په ختیځ کې د براندنبورګ، زاکسن- انهلت، تورینګن او مکلنبورګ-فورپومرن ایالتونو اعلان کړی دی چې نور د کډوالو له پاره موقتي استوکنځایونه نه لري.

په ایالتونو کې موقتي کمپونه

د شپیګل د اطلاعاتو پر بنسټ، د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۱۶ پوري په مجموع کې په برلین کې د مهاجرو ۷۵ موقتي کمپونو موجود ول چې ۱۵۹۰۰ مهاجر پکښې ځای پر ځای شوي ول. د «برلینه مورګن پوست» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ اوس د دغو کمپونو په يوه کې چې مخکې هوایې ډګر وو،۶۷۰ تنه مهاجر ژوند کوي. سربیره پر دې له ورزشي سالونونو یا تالارونو څخه هم د مهاجرو د ځای پر ځای کولو له پاره کار اخیستل کیږي.

په هامبورګ کې د روان کال د فبرورۍ تر ۱۶ نیټې پورې ۱۲۰۰ مهاجرو په سالونونو او هغو مغازو کې چې پخوا پکښې مختلف ابزار پلورل کیدل ژوند کاوه.

په بریمن ایالت کې چې د ۲۰۱۶م کال راهيسي نور مهاجر په ورزشي سالونونو کې ژوند نه کوي، اوس هم ۸۰۰ مهاجر په نورو موقتي استوګنځایونو کې ژوند کوي.

د نیدرزاکسن ایالت په هنوور او براون شوایګ ښارونو کې اوس هم د مهاجرو له پاره موقتي استوګنځایونه موجود دي.

په نورد راین وستفالت ایالت کې ۱۵موقتي استوګنځایونه موجود ول چې د روان کال د فبرورۍ تر۲۰ پورې یې ۲۷۳۸ مهاجرو ته ځای ورکړی وو. ټاکل شوې ده چې دغه ایالت به په راتلونکي کې ۱۵ زره احتمالي مهاجرو ته ځایونه په پام کې ونیسي.

د بادن وورتمبرګ ایالت په ۷ سیمو کې اوس هم ۲۰۳۵ تنه مهاجر د کانتینرونو او ورزشي سالونو په څیر موقتي استوګنځایونو کې ژوند کوي.

که څه هم د هسن ایالت د مهاجرو له پاره خپل ټول موقتي استوګنځایونه راټول کړي دي، خو اوس هم په فرانکفورت کې ۶ موقتي استوګنځایونه موجود دي چې ۲۴۰۰ مهاجر پکښې ژوند کوي.

د آلمان په زاکسن ایالت کې یوازي ۱۱۸ مهاجر په موقتي استوګنځایونو کې ژوند کوي. ټاکل شوی ده چې دغه ایالت به د مهاجرو له پاره نور موقتي استوګنځایونه جوړ نه کړي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: