1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په پلازمېنه کي د برلين ديوال د چپه کېدو شلمه کاليزه لمانځل کيږي

۱۳۸۸ آبان ۱۸, دوشنبه

د نوومبر په ٩ ورځ يوه داسې پېښه چې نړۍ يې بدله کړه. يو کال لا نه وو تېر، يعنی د ١٩٩٠ کال د اکتوبر د مياشتې په ٣ ورځ د آلمان دواړه برخې وروسته له ٤١ کاله بېلتون څخه بېرته سره يو ځای شوې...

https://p.dw.com/p/KRyx
نن په برلين کي جشن دی
نن په برلين کي جشن دیانځور: AP

له دې سره د آلمان پر ځمکه باندې دوهمه ديکتاتوري او ختيز آلمان پای ته رسيږي، له کومې سره چې د اورپا له نقشې څخه د سوسيالسيزم ټغر ټوليږي. د ختيز او لويديز لانجه پای ته ورسېده. د ١٩٨٩ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې ٩ ورځ د آلمان او يوروپ په تاريخ کې برخليک ټاکونکې نېټه وه.

د آلمان په تاريخ کې خو هسې هم د نوومبر ٩ ورځ ډېر واره د اهميت وړ گرزېدلې. ١٩١٨ ميلادي کال کې سوسيال دموکرات فليپ شيده من Philipp Scheidemann د برلين پارلمان له تالار څخه جمهوريت اعلان کړ او د قيصر دوهم ويليم ټولواکمني يې پای ته وروسوله.

(شيدرمن اعلان کوي: کارگرانو او عسکرو، د دې ورځې په تاريخي اهميت پوه شئ. عجيبه پېښه رامنځ ته شوې. زموږ په وړاندې لوی او دروند کار پروت دئ. هر څه د خلکو د پاره او هر څه د خلکو لخوا! هېڅ داسې عمل اجازه نه لري، چې د کارگرانو خوځښت زيانمن کړي. يو لاس اوسئ، صادق او وجيبه شناس! هغه زوړ ټولواکمني رژيم ړنگ شو. ژوندی د وي نوښت، ژوندی د وې د آلمان جمهوريت!)

په آلمان کې نوې دموکراسي هم هغه له پيل څخه ستونځمنه وه. چپيانو او ښي لاسو غوښتل هم هغه په بنسټ کې يې بېرته ونړوي. د ١٩٢٣ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې په ٩ ورځ د مونشن په ښار کې نشنالستان پر پوځي قرار گاه ورغلل. مشر يې آدولف هتلر وو، کوم چې لس کاله وروسته په قانوني ډول سره آلمان کې قدرت ته رسېږي او ټوله دنيا د بدبختۍ کندې ته وراچوي: دوهمه نړيواله جگړه.

په دې لاره کې د آلمان يهودان پر له پسې محکوم شول، مخکې له دې نه چې په ١٩٤٢ ميلادي کال کې له منځه يووړل شول. د ١٩٣٨ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې په ٩، يعنی د دوهمې نړيوالې جگړې له پيل نه لامخکې، په ټول آلمان کې يهودي کنيسې وسوځول شوې او د يهودانو پلورنځۍ چور شوې. قريب ١٠٠ تنه يهودان ووژل شول او څه ناڅه ٢٦٠٠٠ نور پټنځيو يا د کارلاگرونو ته يووړل شول. دې پروگرام ته د Reichkristallnacht نوم ورکړل شوی وو، چې معنی د هېواد رڼا شپه راځي. او دا د Holocaust يا يهودانو د عمومي سټونې په منظور يو تجربوي عمل وو. د آلمان د نشنل سوسيالستانو د کارگرې جبهې مشر رابرت لي Robert Ley له دې حقيقت څخه نه منکريږي او په ډاگه کوي:

(يهودان بايد له منځه يووړل شي! دا زموږ سپېڅلې عقيده ده.)

نو ځکه د ١٩٣٨ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې ٩ ورځ د آلمان په تاريخ کې يوه بدمرغه نېته ده. خو د دې په وړاندې بيا برعکس د ١٩٨٩ ميلادي کال د نوومبر ٩ ورځ وه، د برلېن د دېوال د ړنگېدنې ورځ ، چې سړی هېڅ باور نه شي کولی. هغه شپه، کله چې د ختيز آلمان د خلکو پر مخ سرحد پرانستل کيږي. ولو که له څو مياشتو راپدېخوا د ختيز برلين په سياسي دفتر کې د دولتي گوند SED د زاړه مشرتابه پرضد غږ پورته شوی وو.

په زرهاوو کسان د هنگري او د لويديز آلمان د سفارتونو له لارې ختيزې اورپا ته تښتېدلي وو. د ختيز آلمان وگړو ته د ويزي او بهر تگ اجازې ورکولو فشار ورځ په ورځ زياتېده. خو دا فکر چا نه کاوه چې: په ختېزبرلين کې د په يوه نړيوال مطبوعاتي کانفرانس کې اړوند اصول اعلانيږي او سمدلاسه د عملي کړی شي. هم هغه وو چې په زرگونو کسان د بېل شوي برلين سرحدي دروازو ته رادانگي او يو کس وايي:

(لومړی دوی يوه يوه تن ته اجازه ورکوله، بيا يې دروازې پرانستې. او له هغه وروسته موږ کولی شوای پرته له کوم سند ښودنې څخه ولاړ شو. زه حتی تذکره هم له ځان سره نه لرم!)

Fürstenau, Marcel/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل