1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرگې په ۴۰ کمېسيونونو کي پر ستراتيژيک تړون بحث وسو

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

د دوديزي لويي جرګې په دوهمه ورځ څلوېښتو کمېسيونونو د امريکا سره پر ستراتيژيک تړون بحثونو وکړل. د دغه تړون مصوبه دجرګې غړو ته پر مېز ايښوول سوې وه.

https://p.dw.com/p/13CKq
د دوديزي جرگې غړي
د دوديزي جرگې غړيانځور: DW

جرګه والو په دې کمېسيونونو کي له واشنګټن سره د کابل د ستراتيژيک سند پر مسودې بحثونه وکړل او د هغه ګټي او زيانونه ئې له يو بل سره تر مذاکرو لاندي ونيول.

د جرګې يو شمېر غړو د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه شرطونه چي له امريکا سره ئې د افغانستان د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره مخي ته کړي ول، کافي ونه بلل.

هغوی ويل، چي د شخصي زندانونو، د شپې لخوا عملياتو، له حکومت سره د موازي جوړښتونو پر له مينځه وړلو سربيره بايد له امريکا څخه د افغانستان د اقتصادي ملاتړ له پاره هم ځيني تظمينونه واخيستل سي.

هغوی ويل که چيري، امريکايي قواوو ته په افغانستان کي پوځي تاسيسات په واک کي ورکړل سي، د ګاونډيانو له لا زياتولاس وهنو سره به مخ سو.

خو يو ډېر شمېر غړي بيا د ګاونډيو ملکونو په خاصه توګه ايران او پاکستان د مداخلې د بندولو په برخه کي له امريکا سره د کابل د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره ليواله ول.

د جرګې يو تن غړي سنجرسهيل دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي ته وويل:

« دا يو ماتونکی جواب دئ، زموږ د هغو گاونډيانو له پاره چي مداخله کوي دا ډير مايوسه کوونکی تړون دئ. نور نو افغانستان یو قوي ملگری لري او د دوی لاسونه نور لنډيږي.»

ايا د رواني لويي جرګې برخليک به هم د تيرو جرګو په څېر نامعلوم او بې پايلي نه وي؟

د افغانستان د ستراتيژيکو څېړنو د مرکزغړی غفور ليوال وايي، چي روانه جرگه به تر هغو نورو توپير ولري او په دې کښي به پر ډيرو مهمو مسايلو بحثونه وسي او د افغانستان د راتلونکي له پاره ډيري مهمي مسلې پکښي نغښي دي.

د جرګې له يو شمېر غړو سره له خبرو داسي ښکاري، چي گويا د دوی، مشورې به ولسمشر ته د امريکا د دايمي اډو د جوړيدو په برخه کي مثبتي، خو له يو شمېر اضافي شرطونو سره مل وي.

په دغو شرطونو کي د نورو تر څنګ يو ئې له ګڼ ميشتو سيمو د پاکستان او ايران پولو ته څېرمه د ځينو خارجي عسکري قشلو لېږل او هلته د سرتيرو د شمېر ډيرول هم شامل دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل