1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جلال آباد په هوایي ډگر ډله ییز ځانمرگی برید شوی دی

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16uOZ

نن سهار وختي د جلال آباد په هوایي ډگر باندې وسله واله طالبانو ډله ییز ځانمرگي برید کړی دی. د ځایي پولیسو د و ینا له مخې د هوایي ډگر عمومې دروازې ته څیرمه دولس جسدونه موندل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه مړو کې یو شمیر داسې کسان هم شته چې د پولیسو او اردو یونیفورم یې پر تن وو. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

د ننگرها د والي ویاند ویلي دي چې په دغه برید کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د هغه په وینا د وسله والو او امنیتې ځواکونو تر منځ نښته کې درې تنه سرتیري هم وژل شوي دي. تر دې د مخه د آیساف ویاند ویلي وو چې « په دغه پیښه کې څو تنه ځانمرگي برید کوونکي ښکیل وو» هغه زیاته کړې وه چې په دغه برید کې یو افغان سرتیری وژل شوی او یو څو تنه بهرني سرتیري ټپيان شوي دي. د ننگرهار په هوایي ډگر کې د ناټو پوځي مقر موقعیت لري.