1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جمهوري رياست ترانتخاباتودمخه امنيتي وضع څه ډول ده

۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبه

تر يوې مياشتي په لږ وخت کښي په افغانستان کښي د جمهوري رياست دپاره انتخابات تر سره کيږي ،خو په دغه هيواد کښي وضع تر پخوا ډيره خرابه سوې ده ...

https://p.dw.com/p/IzZR
په افغانستان کښي يو وسله وال امريکايي عسکر
په افغانستان کښي يو وسله وال امريکايي عسکرانځور: AP

په تيرو اونيو کښي د تندلارو طالبانو حملې ډيري سوي دي ، او د جولای مياشت د خارجي قواوو دپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه ،چه د طالبانو د سقوط راهيسي يې سارﺉ ندی ليدل سوی .

کارپوهان بيره لري چه طالبان به يووار بيا د 29 د اسد انتخابات پلمه کي ،تر څو ددموکراتيک جوړښت رديدل وښيي . ډير ملکي کسان اوس په بيره کښي دي ،او په همدې دليل کيدای سي ،ډيری په انتخاباتو کښي برخه وانه خلي .

د امريکايي بحري قواوو جنرال ګريګ شميت وايي چه « ياغيان به د انتخاباتو څخه د يوې وسيلې په حيث کار واخلي ،تر څو خپله عقيده ښکاره کي . دوی نه غواړي حکومت کاميابه وي ،او نه غواړي چه خلګ اصلأ د انتخابولو حق ولري . »

پوليس او امنيتي قواوي به په افغانستان کښي ټول لازم اقدامات تر سره کي ،تر څو چه د انتخاباتو په ورځ په هيواد کښي امنيت وساتي .

په افغانستان کښي د خارجي قواوو تطبيقات
په افغانستان کښي د خارجي قواوو تطبيقاتانځور: picture-alliance/dpa

خو نور بيا بدبينه دي : مثلأ په کابل کښي د افغانستان د علم او سياست د مرکز څخه مير هارون وايي چه، « په هيواد کښي 7000انتخاباتي حوضې موجودي دي ،او زه ګمان کوم چه نه افغاني حکومت او نه هم بين امللي قواوي پوره پسونل لري ،په هر ځای کښي امنيت وساتي . د افغانستان په جنوب او شرق کښي بې حده ډير امنيتی مشکلات موجود دي . »

په پکتيا او يا جلال آباد کښي حملو او بريدونو ښکاره کړل ،چه طالبان او يا بين امللي ترهګري شبکه القاعده غواړي ، انتخابات د خنډونو سره مخامخ سي .

په تيرو اونيو کښي پر حکومتي ودانيو باندي د بريدونو له کبله ډير پوليس او عسکر ووژل سول .

د icasualties د بې طرفه انټرنيټ پاڼي د معلوماتو پر اساس يوازي د جولای په مياشت کښي په افغانستان کښي تر اوسه پوري په جنګونو کښي 67 خارجي عسکر وژل سوي دي ،دا هم پداسي حال کښي چه هلته اوس د خارجي عسکرو تعداد 90000 ته رسيدلی دی ،او ورځ په ورځ نور هم ډيريږي ، تر څو د انتخاباتو امنيت ونيسي .

حکومت بيره لري چه حتی تر اوسه په آرامو ځايو کښي به هم د انتخاباتو پر وخت بې امنيتۍ رامنځته سي .

د ملکيانو پر څنګ پخپله د سياستمدارانو امنيت هم د خطر سره مخامخ دی . د اوسني جمهوررييس حامد کرزي پر راتلونکي مرستيال باندي حمله وسول ،چه ژوندی ځيني پاته سو . او همدارنګه د عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې د ټيم پر مشر باندي حمله وسول،چه پخپله زخمي او موټروان يې ووژل سو .

د بلي خوا بيا د افغانستان دپاره دملګرو ملتو خاص استازي کای آيده پر طالبانو ږغ کړی دی ،چه د انتخاباتو خنډ ونه ګرزي .

afp /

کتونکی : محمد قاسم نوري