1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې کارکوونکي آزاد کړای شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15QL8

د جنایي جرمونو پر وړاندې د نړیوالې محکمې ۴ تنه کار کوونکي د لیبیا د زندان څخه ازاد شوي دي او بیرته د هالنډ هیواد ته رسیدلي دي. د دغه محکمې ویاند نن ویلي دي چې هغوی تیره شپه په یوه بجه هالنډ ته رارسیدلي دي. دغه څلور واړه کسان د لیبیا د چارواکو له خوا د جاسوسې په تور د څو اونیو له پاره بند کې وساتل شول. د لیبیا چارواکو ادعا کړې وه چې دغو کسانو د قذافي د زوی سیف الاسلام سره د لیدنې پر وخت داسې اسناد شریک کړي وو چې د دغه هیواد امنیت ته ئې گواښ پیښاوه.