1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تیري ماشوم قربانیان د عدالت په تمه دي

کای الکساندر شولڅ/ برېښنا صابر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

په آلمان کې د جنسي تیري ماشوم قربانیان له کالو راهیسې د عدالت غوښتنه کوي. اوس یوه نوي خپلواک کمېسیون کار پيل کړی چې په راتلونکو دریو کالو کې په آلمان کې په زرونو دغه پیښې وڅېړي.

https://p.dw.com/p/1IhYX
د جنسي تيري قرباني ماشومانو نومنيي انځور
انځور: picture-alliance/dpa

په برلین کې د دغه کمېسیون د کار د پیل پر وخت د کمېسیون غړو هغه لارې چارې روښانه کړې چې له مخې یې د دغه لانجمني موضوع په اړه تحقیق کیږي.

د کمیسیون مشرې سابینه اندرسن وويل: «موږ دې ته اړ یو چې قربانیان باید راته راشي. هدف مو یوازي د یوې نمونيي احصایي جوړول نه دي، بلکې غواړو ژوره څېړنه وکړو او اړخونه او جوړښتونه وپيژنو. که څه هم چې قربانیانو ته د مستقیمو رواني مرستو آسانتیا نه لرو خو دوی له مشورتي مرکزونو سره وصل کولای شو.»

د دې خپلواک کمیسیون ځانګړتوب په دې کې دی چې دا لومړۍ مرجع ده چې په نهادونو لکه ښوونځيو او کلیساو کې او هم په کورنیو کې دننه د رامنځته کیدونکي جنسي تیري په اړه څېړنې کوي. یاد کمېسیون په نړۍ کې بې ساري بلل شوی.

پر ماشومانو د جنسي تیري قضیو په برخه کې د آلمان حکومت ځانګړي استازي یوهانس ویلهلم رونګ، چې له دغه کمېسیون سره به همکاري کوي، وویل چې د کمېسیون اوو کسیزه ډله یوه پلټونکې اداره نه ده. دلته د شخصي معلوماتو خوندیتوب په نظر کې نیول شوی او معلومات به له کومې دوهمې مرجع سره نه شریکیږي. خو که قربانیان وغواړي نو له پولیسو او څارنوالۍ سره تماس نیول کیدای شي.

د جنسي تیري پیښي لږ شوي نه دي

د آلمان حکومت د ځانګړي استازي رونګ، په حواله پر ماشومانو د جنسي تیري شکایتونو شمیر له کلونو راهیسې ثابت پاته دی او تقریباً ۱۲زور ته رسیږي. خو پټې شمیرې تر ۱۰۰ زرو پوري اټکل شوي. رونګ د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس د خپل اټکل له مخې په آلمان کې د اغېزمنو ماشومانو شمیر تقریباً یو ميلیون ښيي.

ماتیاس کاتچ، چې خپله هم د جنسي تیري قرباني او یو فعال دی، وايي: «جنسي تیری یو شخصي برخه لیک نه دی، بلکي دا یوه ټولنیزه افتضاح ده.» نوموړی چې له کلونو راهیسې په آلمان کې د جنسي تیري له قربانیانو سره د عدالت په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، زیاتوي: «داځل موږ په رښتیا غواړو په هر څه وپوهیږو، ځکه قربانیان تر اوسه هم د عدالت په تمه دي او ځيني یې حتی له څو لسیزو راهیسي له پامه غورځول شوي.»

کلیساوو د مرستي ژمنه کړې

رونګ، وویل چې کمېسیون به د اړوندو علمي او څېړنیزو پروژو او د آلمان له دواړو لویو یعني پروتستانت او کاتولیک کلیساوو سره په دې برخه کې ژوره همکاري ولري. ده وویل چې د پروتستانت کلیسا او همدا راز د اسقافانو کنفرانس هم د همکارۍ وعده کړې ده. کلیساوو هم ددغه قضیو د څېړنو له پاره خپلي پروژې پيل کړي او کمېسیونونه یې جوړ کړي دي.

د جنسي تیريو پیښو د څېړنې دغه خپلواک کمېسیون به د خپل کار لومړی رپوټ په ۲۰۱۷م کال کې وړاندي کړي. د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند سیاستوالي او پخوانۍ وزیري کرستینا بیرګمن، وویل: «دا یو ډير مهم ګام دی چې نن واخیستل شو.»

بیرګمن چې په ۲۰۱۰م کال کې د آلمان په ښوونځيو او کلیساوو کې د جنسي تیري پیښو تر رابرسیره کیدو وروسته یې د دې افتضاح په اړه په څېړني کړي، وايي چې هغه وخت موږ د داسي یوه کمېسیون د رامنځته کولو له پاره په پارلمان کې ډیر بحثونه کړي ول.