1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د جنسي قوت د غښتلتیا درملو «ویاګرا» شل کاله پوره شول

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

«ویاګرا» ګولۍ له نن څخه شل کاله مخکې په نارینه وو کې د جنسي ځواک د غښتلتیا د درملو په توګه په امریکا کې معرفي شول. د دې ګولیو جوړونکي کمپنۍ «فائزر» تر اوسه پورې د «ویاګرا» د پلورنې له کبله په میلیاردونو ډالره ګټه کړې.

https://p.dw.com/p/2v7wf
Zoll Medikamente Fälschung
انځور: picture-alliance/dpa

د ۱۹۹۰م کال په پیل کې د «ویاګرا» د ګولیو تر معرفي کولو مخکې د فائزر کمپنۍ یوه ازموینه ترسره کړه. په دې ازمایښت کې ډیرو سړو په داوطلبانه شکل د ویاګرا ګولۍ استعمال کړې. د دې ازمايښت په پایله کې معلومه شوه چې د ویاګرا ګولۍ په نارينه وو کې د جنسي ځواک د غښتلتیا سبب کیږي.

تر دې اته کاله وروسته د ۱۹۹۸م کال د مارچ میاشتې په ۲۷مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو د خوراک او درملو ادارې«FDA» په درملتونونو کې د دې ګولیو د پلورنې اجازه ورکړه.

ویاګرا، د طب په څانګه کې د یوه انقلابي پرمختګ په توګه را څرګند شو اویوازې په څو اوونیو کې په امریکا متحده ایالاتو کې ۱۵۰ زره ګولۍ وپلورل شوې. خو د سعودي عربستان، اسرائیل او پولنډ په څیر د یو شمیر هیوادونو په تورو بازارونو کې بیا په پنځه وارې لوړه بیه پلورل کیدې. 

د همدې کال (۱۹۹۸م) په سپتمبر میاشت کې په اروپایې مارکيټونو کې هم د ویاګرا، پلورل پیل شول. تر دې وروسته دوو کلونو کې د نارينه وو د جنسي ځواک د غښتلتیا د دې درمل جوړونکي کمپنۍ فائزر، کاروبار خپل اوج ته ورسید او د دغې کمپنۍ کلنی عاید میلیاردونو ډالرو ته لوړ شو.

د ویاګرا، په سوداګریزو اعلانونو کې د فوټبال مشهور لوبغاړي پیلی او په امریکا کې د ولسمشرۍ نوماند باب ډولی هم را څرګند شول.

کله چې په نړیواله کچه دغو آبي رنګه ګولیو تقاضا ډیره شوه، نو د هند او تایلنډ په مارکیټونو کې د ویاګرا، د جعلي ګولیو پلورل کیدل هم پیل شول. په ۲۰۱۱م کال کې د ویاګرا جوړونکي کمپنۍ فائزر، له خوا یوه نظرپوښتنه ترسره شوه. د دې نظر پوښتنې په اساس هغه ویاګرا ګولۍ چې په انټرنټ کې پلورل کیږي ۸۰ سلنه یې جعلي وي.

د هغو تنکیو ځوانانو په منځ کې چې پارټي یا نایټ کلبونو سره لیوالتیا لري د دې ګولیو محبوبیت هم زیات وي. په ۲۰۱۲م کال کې د ترسره شوې یوې سروې له مخې په امریکا کې ۸ سلنه تنکي ځوانان د خپل جنسي ځواک د پیاوړتیا له پاره د ویاګرا په څیر دارو درمل کاروي.

د یادونې وړ ده چې په اروپا کې په ۲۰۱۳م او په امریکا کې تیر کال د ویاګرا په څیر د نارينه وو د جنسي ځواک د پیاوړتیا د نورو درملو پلورل کیدل هم پيل شوي دي.