1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي اسيا لپاره د امريکا نوې ستراتيژی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

له پاکستان څخه زورلاري افغانستان ته په پټه کي ورننوزي او افغاني پاڅون کونکي د پاکستان په بي ثباتۍکي ونډه لري.

https://p.dw.com/p/HjxI
انځور: picture-alliance / dpa

لکه هسی چي د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري ميرمن هلري کلينتن د نماينده ګانو د مجلس د بهرنيو چارو د جرګه ګۍ په مخکي ويلي دي، دغه هيواد غواړي چي د خپلي ستراتيژۍ له لاری چي د دي سيمي لپاره يي جوړه کړيده، لدي وضعي سره مبارزه وکړي. دي ويلي دي چي :

«د القاعدي په تروريستي سازمان کي د چاود د منځته راوړلو، د هغه د منحلولو، او په هغه باندي د بري د موندلو او د دي لپاره چي په افغانستان او پاکستان کي د هغي د غړيو د پټيدو مخه ونيوله شي بايده دي اقدام وشي. »

پدي وخت کي د کارپوهانو پاملرنه زیاتره پاکستان ته وراوړي. د امريکا متحده ايالتونو د نوي امنيتي مرکز مشر جان ناګل د بهرنيو اړيکو د جرګي د يوي غونډي په مخکي ويلي دي چي:

«د افغانستان وضعه له ستونزو ډکه ده، خو مونږ پوهيږو چي هلته څه بايد وکړوهلته مونږ د خوځښت لويه ساحه لرو. له هغه څخه د پاکستان وضعه ډيره ستونزمنه ده. مونږ مجبوره يو پداسي يو هيواد کي چي مغروره، او د حاکميت خاوند دي عمليات وکړو. پاکستان ټينګ جوړښت لري، خو له هغو ګواښونو سره د مقابلي لپاره چه پاکستان اوس ورسره مخامخ دي مناسب ندي.

2 Miran Shah
ناګل: مونږ بايد پاکستاني پوځ داسي وروزو، چي له پاڅونکونکو سره په برياليتوب سره مبارزه وکولاي شيانځور: AP

ناګل زياته کړيده چې که څه هم د پاکستان پوځ له يوي سيمي څخه د مخالفينو د ويستلو توان لري. خوعسکريي هغه سيمه ساتلاي، او هلته امنيتي بنسټيزه منځته راوستلاي نشي. پداسي حال کي چي له پاڅون کونکو سره په مبارزه کي بايده دي دا توانونه ولري.

ناګل زياتوي :

« مونږ بايد پاکستاني پوځ داسي وروزو، چي له پاڅونکونکو سره په برياليتوب سره مبارزه وکولاي شي. دا د زده کړي يوه لړۍ ده چي د امريکا پوځ پدي وروستيو کلونو کي بايد تيره کړي واي، او پاکستاني پوځ اوس ورسره مخامخ دي.

د امريکا متحده ايالتونو جمهورريس بارک اوباما تيره اونۍ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي دي د پاکستان او د هغه د حکومت له وضعي څخه ډير انديښمن دي .اوزياته يي کړه:

«زه د دي انديښنه نلرم چي په دغه حکومت باندي به طالبان هجوم وروړي، او په پاکستان کي به طالبان قدرت په لاس کي واخلي، بلکه زما انديښنه لدي نه ده چي، د پاکستان ملکي حکومت ډير کمزوري دي، او حتي اساسي خدمات هم خلکو ته کولاي نشي. ښوونځي، روغتيا پالنه، حقوقي دولت، او داسي عدلي نظام منځته نشي راوړلاي، چي د هغه هيواد د خلکو د ډيره کي لپاره کاروکولاي شي .

وضعه په تيره بيا د پاکستان اتومي وسلې ستونزمنه کوي. دا هغه عامل دي چي د امريکا حکومت يی په رسمي ډول نوم نه اخلي اوباما وايي:

« زه پدي ډاډه يم چي اتومي وسلي به په پاکستان کي د پاڅونکونکو په لاسونوکي ونه لويږي.»

د امريکا د ديپلوماسۍ د اکاډمۍ مشر رونالد نويمن دپاکستان له حکومت او وګړو سره په خبرو اترو کي دامهمه ګڼي چي: مونږ بايده دي پاکستانيانوته دا قناعت ورکړو چي مونږ يي په څنګ کي پاتي کيږو، ځکه چي دوي هم لکه د افغانانو په شان په ستونزو کي له پاتي کيدو څخه ډار لري.

پدي ډول نو په دي اونۍ کي په واشنګټن کي د افغانستان او د پاکستان له جمهور ريسانو سره به اوباما په دوو موضوعګانو وغږیږي. دی به حامد کرزي او آصف علي زرداري ته دا ډاډ ورکړي چي، د امريکا متحده ايالتونه دي ته چمتو دي چي له پوځي، ديپلوماسی او اقتصادي پلوه د دوي ملاتړوکړي، اوله بلي خوا به اوباما له دوي نه مقابل خدمت، او د تر اوسه شوي مرستي حساب هم وغواړي.

رحيله اميری

کتوونکی: يحيی وردک