1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي وزيرستان څخه د کډه کولو بهير ورځ تر بلي ګړندی کيږي

۱۳۸۸ مهر ۲۹, چهارشنبه

ملګرو ملتونو په جنوبي وزیرستان کې د جګړي د پیل څخه مخکې ددې سیمې څه نه څه 80 زره ګډوال راجستر کړي وه، چې زیاتو یې د ډيره اسماعیل خان سیمې ته پناه وړي وه...

https://p.dw.com/p/KBuo
کډوالي کورنۍ د وزيرستان څخه د وتلو پر مهال
کډوالي کورنۍ د وزيرستان څخه د وتلو پر مهالانځور: AP

په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونود بشري مرستو د همغږې د دفتر مشر مانویل بریسلر په دي هکله داسې وایې:« زیاتره کډوال د خپلو خپلوانو کره راغلي او نور چې دلته په ډیره اسماعیل خان کې خپل کورونه لري هلته ځای پر ځای شوي ځکه چې په جنوبي وزیرستان کې ژمې ډیر سوړ وي نو له همدې کبله ډیرې خلک دلته خپل دویم کور لري .»

نو ددې کبله د سر پناه د موندلو ستونزه لا تر اوسه نه لیدل کیږي . او دا هم ده چې د افغانستان سره په پوله پرته دا ورسته پاتې غرنيزه سیمه چې د کلو راهیسې د طالبانو د ولکې لاندې، ډیر کم وګړي لري. چې شمیر یې څه نه څه نیم ملیون اټکل کیږي. د بریسلر په وینا ورځ په ورځ ډیرې وګړي د سیمې څخه کډه کولو ټه اړ کیږي.

« مونږ فکر کوو چې د کډ والو شمیره به د 250زرو څخه هم زیاته شي. دا خو مالومه ده چې پاکستاني پو ځ په ټوله سیمه کې عملیات نه ترسره کوې او په ځینو درو کې به خلک کډه کیدو ته اړ نه شي . نو ګمان کیږي چې په دی ترتیب به 200 زره انسانان په خپلو کلو او کورنونو کې پاتې شي.»

نود مرستندویانو تر ټولو مهم کار به دا وي چې بې کوره شویو ته خوراکي توکي او اوبه ورسوي. طبي مرسته او د ماشومانو لپاره د زده کړي شرایط برابره ول هم هغه برخې دي چې باید ډیره پاملرنه ورته وشي. خو د ملګرو ملتونو د دفتر مشر مانویل بریسلر په دی اړه خوشبینه داې او وایې چې د بشري مرستو لپاره پوره بودیجه لرو.

د وزيرستان تقريباً ټول عام وګړي د کورونو د پريښولو او وتلو په لټه کي دي
د وزيرستان تقريباً ټول عام وګړي د کورونو د پريښولو او وتلو په لټه کي ديانځور: AP

« د مرستو لپاره د پیسو کم والی یوه عمده ستونزه ده. خو اوس مهال مونږ د خپلو زیاترو فعالیتونه لپاره په کافي اندازه پیسې لرو. مونږ د تیرو څو میاشتو په اوږدو کې وکولاې شول چې د وزیرستان د شخړې لپاره خپل ځان چمتو کړو. مونږ په پنجاب کې، د اباسیند هغې بلې غاړې ته د بشري مرستو لپاره داسی ځایونه جوړ کړي چې هلته مونږ خوراکي توکي ، دواوې او نور اړین شیان ذخیره کړي چې د اړتیا په صورت کې په اجله توګه مرسته وکولای شو، ځکه دا سیمه د جنوبي وزیرستان سره نزدی پرته ده. »

د سوات په دره کې د عملیاتو له کبله د روان کال په اوړي کې د سوات او شاوخوا پرتو سیمو څخه8,2ملیونه بې کوره شویو کډوالو سره باید مرستې شوی واې. چې اوس ددوي شمیره یو ملیون ته راټيټه شوي ده. خو ډيرې هغه پخواني کډوال چې خپلو کورو ته ستانه شوي لا اوس هم مرستو ته اړتیا لري.

په اسلام آباد کې د ملکرو ملتونو د خوراکي مرستو د پروګرام په دفتر دوه اونۍ د مخه د طالبانو له خوا یو برید ترسره شو، خو د داسې پیښو سره سره هم دوي خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

Bärthlein, Thomas/ برېښنا صابر

کتونکی. زيارمل