1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جيمز باند موټر په څه باندې شپږ ميليونه ډالرو وپلورل شو

۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبه

«دي بي ۵» موټر چې په ۱۹۶۰مه لسيزه کې د «۰۰۷ جيمزباند» فلمونو له پاره جوړ شوی وو، په څه باندې شپږ ميليونه ډالرو وپلورل شو. دغه موټر په بريتانوي شرکت مارتين استون کې توليد شوی وو.

https://p.dw.com/p/3O3Jy
Filmstill Goldfinger
انځور: Imago/Cinema Publishers Collection

دغه موټر چې د استون مارتين (Aston Martin DB5) شرکت يو تر ټولو کميابه موټرو او د جيمز باند فلمونو د مينه والو له پاره يو د خوښې او خيال موټر ګڼل کيږي، اوس خپل نوي مالک ته سپارل شوی دی.

دغه نادره موټر د جيمز باند په «ګولدن فينګر» (Goldfinger) او «تهندربال» (Thunderball) په فلمونو کې نړيوال شهرت ته ورسيد. بي دي ۵ همدا روانه اوونۍ د ېوې لیلامۍ له لارې په شاوخوا ۶،۴ ميليونه ډالرو چې شاوخوا ۵،۷ ميليونه يورو کيږي، خرڅ شو.

لیلامي د پنجشنبې ورځې په ماښام د امريکا متحده ايالاتو د کاليفرنيا ايالت په مونترای ښار کې وشوه، چې په ترڅ کې يې د دغه موټر بيه په ډيره چټکۍ سره يوازې د څو دقيقو په منځ کې څه باندې شپږو ميليونو ډالرو ته ورسيده.

تر لیلامۍ مخکې د دې موټر وروستۍ بیه د څلورو او شپږو ميليونو ډالرو په منځ کې اټکل شوې وه او دا يې د «نړۍ تر ټولو نامتو موټر» ياد کړی وو. د دغه موټر د رانيولو په اړه نور ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د استون مارتين شرکت دغه موټر پر ۱۳ ځانګړو او غير معمولي امکاناتو مجهز دی. د بيلګې په توګه د پليټ شميره یې د دې قابليت لري چې د څو ځله تغيير او تبديل شي. د موټر شاتنۍ برخه کې د مرمۍ ضد يو ډال لري او دغه راز د تعقيب کونکو څخه د نجات په موخه يو ماشيندار لري او تر څنګ یې کولی شي تيل وشيندي.

بريتانوي شرکت استون مارتين، دغه موټر د جيمزباندې د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۵ کلونو فلمونو، Goldfinger او Thunderball له پاره جوړ کړی وو. له هغه وخت راهیسې، دغه موټر يوازې درې خصوصي خاوندان لرلي دي. له دوی څخه يو يې د موټرو يو امريکايي موزيم دی چې د ۳۵ کلونو راهيسې کمیابه موټر نندارې ته وړاندې کوي.\

ks/ms (dpa)