1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۲۰ په سرمشریزه کې آلمان د څو اړخیزې سوداګرۍ غوښتنه کړې

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

د آلمان ماليي وزیر اولاف شولتڅ د پیسو له نړیوال سازمان او نورو سره خپل غږ یوځای کړی ترڅو له امریکا سره د سوداګریزې جګړې مخه ونیول شي. خو د امریکا استازي د غوښتنو د نه پوره کیدو په ځواب کې د ګمرکي مالیو ګواښونه کړي.

https://p.dw.com/p/31sXn
Argentinien Treffen G20-Finanzminister und IWF
انځور: picture alliance/dpa/C. Santisteban

د شنبې په ورځ یعنې د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ۲۱ نیټه د ارجنتین په پلازمینه بونیس آیرس کې د جي ۲۰ هیوادونو د مالیې وزیرانو په یوه کنفرانس کې د آلمان د ماليې وزیر اولاف شولتڅ د نړیوالې عادلانه او آزادې سودګراۍ پر غوښتنې بیا ټینګار وکړ.

په دې کنفرانس کې شولتڅ د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ پر سیاستونو باندې د امریکا متحده ایالاتو انتقادونه رد کړل. نوموړي وويل: «اروپايي ټولنه ډیر منتطقي سیاست عملي کوي او موږ [په دې کار سره] نه غواړو چې د پیسو د تفاوت د ساتلو له لارې اقتصادي ګټې ترلاسه کړو.»

شولتڅ چې د جي ۲۰ هیوادونو د ماليې وزیرانو او د بانکونو د مدیرانو په غونډه کې یې خبرې کولې همدا راز وویل چې که چیرته موږ یو له بل سره همکاري وکړو نو ترلاسه کیدونکې ګټې د ټولو له پاره ډیرې دي.

Argentinien  G20 Gipfel
انځور: picture-alliance/dpa/P. Murphy

د کُلي اقتصاد یا ماکرو اکانمیکس د سیاست په انستیتیوت کې کوم چې د آلمان په دوسلدورف کې د هانس بیوکلیر بنسټ یوه څانګه ده، د څیړونکو په حواله د امریکا له لوري د ګمرکي تعرفو وضع کیدل به یوازې په روان کال کې آلمان ته شاوخوا ۲۳ میلیارده ډالر زیان واړوي.

د جي ۲۰ هیوادونو د ماليې وزیرانو دغه کنفرانس په داسې یو وخت کې رابلل کیږي چې یوه ورځ وړاندې ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا امریکا ته د چین د ټولو ۵۰۰ میلیارده ډالرو صادراتو باندې د ګمرکي تعرفې د وضع کولو ګواښ وکړ.

واشنګټن پر خپل موقف ولاړ دی

د جي ۲۰ هیوادونو په دې  کنفرانس کې د امریکا متحده ایالاتو استازي او د امریکا د مالیې وزیر ستیفن منوچین د شنبې په ورځ د دغه کنفرانس  ګډونوالو ته وویل چې که چیرته اروپايي ټولنه غواړي له امریکا سره د آزادې سودګرۍ یو تړون لاسلیک کړي، نو په دې صورت کې دوی [اروپايي ټولنه] باید په دې برخه ډیر امتیازات [امریکا متحده ایالاتو] ته ومني.

منوچین وویل: «که چیرته اروپا پر آزادې سوداګرۍ باور لري نو په دې صورت کې موږ اماده یو چې له ګمرکي تعرفو، ګمري خنډونو او له سبسایډیانو پرته یو تړون لاسلیک کړو، خو بیا هم باید ټول درې شرطونه عملي شي.»

Treffen der Finanzminister und Notenbankgouverneure der G20 und der G7
انځور: DW-TV

د آزداې سوداګرۍ اجماع

په دې کنفرانس کې د فرانسې د ماليې وزیر برونو لی مایره ټینګار وکړ چې که چیرته امریکا متحده ایالاتو له اروپا څخه پر واردیدونکو فولادو او المونیمو ګمرکي تعرفې لرې نه کړي، نو په داسې یو وضعیت کې له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ پر سر مذاکرات امکان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې آلمان او فرانسه په دې برخه کې ګډ نظر لري. لي مایره وویل: «موږ انتظار باسو چې امریکا متحده ایالات هغه اقدامات عملي کړي چې پرمټ یې ځان له سوداګریزې جګړې وباسي.» هغه زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات باید بیا په هوښ راشي او په نړیواله کچه او د قبول شوو قوانینو او د خپلو متحدینو احترام باید وکړي.»

په عین وخت کې د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف مشر کریستینه لیګارده خبرداری ورکړ چې د ګمرکي تعرفو وروستۍ څپې به نړیوالې اقتصادي پراختیا ته سخت زیان واړوي. په هغه لنډ یاداشت کې چې آی ایم ایف د دې کنفرانس د مالیې وزیرانو ته چمتو کړی وو، ویل شوي چې نړیوال اقتصادي پرمختګ به په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م ک لونو کې ۳،۹ فیصده را ټیټ شي.

د چین او امریکا تقابل

د جي ۲۰ د ماليې وزیرانو په دې کنفرانس کې د امریکا د مالیې وزیر منوچین د هغه په وینا له چین سره د سوداګرۍ په برخه کې د«مساوي فرصتونو» پر خپلې پخوانۍ غوښتنې یو ځل بیا ټینګار وکړ. هغه وویل: «واشنګټن د لا ډیر توازن لرونکي اړیکو لرلو هیله من دی او د دې له پاره دا مهمه ده چې د [چین لخوا] لا ډیر امریکايي تولیدات وارد کړل شي.»

Argentinien Treffen G20-Finanzminister und IWF
د امریکا د مالیي وزیر بیا د امریکا د غوښتنو د نه عملي کیدو په صورت کې د ګمرکي مالیو ګواښ کړیانځور: Getty Images/AFP

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې چین باید خپل بازار امریکايي تولیداتو ته پرانیزي څو موږ وکولی شو په ښه توګه رقابت وکړو او خپل صادرات لا ډیر کړو. د هغه په وینا که چیرته چین لاس په کار نه شي، نو منوچین خبرداری ورکړ چې په دې صورت کې له چین سره امریکا ته پر واردیدونکو ټولو تولیداتو باندې د ولسمشر ترمپ د ګمرکي تعرفو اقدام په حقیقت کې یو ډیر عملي امکان دی.

د جي ۲۰ هیوادونو د مالیې وزیرانو دغه کنفرانس د ارجنتين په پلازمینه بونیس آیرس کې پیل شوی او ټاکل شوې چې نن پای ته ورسیږي. دغه کنفرانس داسې مهال رابلل شوی چې اوسمهال نړۍ وال اقتصادونه د ولسمشر ترمپ د سوداګریزې جګړې له موضوع سره لاس او ګریوان دي.