1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۷ په سرمشريزه کې اختلافات

۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبه

دونالد ترمپ د پاريس د اقليمي تړون په هکله د ګډې بيانيې مخه نيسي او د پروتکسيونيزم او آزاد تجارت په هکله هم اختلافات شته. يوازې په يوې موضوع باندې توافق موجود دی.

https://p.dw.com/p/2dfan
G7 Treffen Sizilien Leaders of the G7 pose after signing the 'G7 Taormina Statement on the Fight Against Terrorism and Violent Extremism' at the G7 summit in Taormina
انځور: Reuters/Bundesregierung/G. Bergmann

په ايټاليا کې د جي ۷ سرمشريزې د اوږدو خبرو اترو په سر کې کمرو د ناستې د تالار فلم لنډ اخيستی وو. انګلا مېرکل له دونالد ترمپ سره تر څنګ ناسته وه او غوښتل يې چې هغه ته يو څه تشريح کړي. سړی دقيق نه شي ويلی چې خبرې پر څه باندې وې.

د پاريس د اقليمي تړون د اهميت په هکله يا دا چې د آلمان او د امريکا د متحده آيالاتو تر منځ تجارت څنګه صورت نيسي. په دواړو مواردو کې څرګنده شوه چې ترمپ ته بايد ډېر څه تشريح شوي وای.

«ترمپ زده کړې ته لېواله وو»

يو څو ساعته وروسته د آلمان صدراعظمه د رسنيو په وړاندې راڅرګنده شوه او اعتراف يې بايد کړی وای چې د امريکا ولسمشر دې ته چمتو نه دی چې د جي اووه ډلې وروستۍ بيانيه د اقليم ساتنې له کبله لاسليک کړي. مېرکل او نورو حکومتي مشرانو هر څه وکړل څو دونالد ترمپ ته د پاريس د تړون اهميت ورپه ګوته کړي. خو ترمپ چې په تاورمينه کې له دغې ليدنې مخکې يې داسې اقليمي تړون د متحده آيالاتو له پاره په اقتصادي وده کې خنډ بللی وو، ورته غاړه کښېنښوده.

خو د ترمپ سلاکار، ګېري کوهن وويل چې ترمپ د ايټاليې سيسيلي سيمې ته د دې له پاره راغلی دی چې له خپلو سيالانو سره سپينې خبرې وکړي او دا چې له خبرو اترو وروسته يې د اقليم ساتنې د سياست په هکله ډېر څه زده کړي هم دي. دغو څرګندونو ښايي د آلمان صدراعظمه دغې انګېرنې ته هڅولي وي چې تر اوسه لا يو څه هيله پر ځای پاته ده.

د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې توافق

د جي ۷ د سرمشريزې لومړنی مثبت خبر د مازديګر پر وخت راغی، مخکې له دې چې تريسا می خپل هېواد ته بېرته ستنه شي. د جي ۷ سازمان، په تاورمينه کې د ترهګرۍ په اړه مشترکه بيانيه امضا کړه چې د غونډې کوربه، پاولو جنتيلوني، هغه له بريتانويانو سره د «ملګرتيا او پيوستون يو قوي سيګنال» وباله. می خپل هېواد ته ستنه شوه چېرته چې هغه بايد د يو ستر ګواښ په وړاندې مبارزه وکړي. پوليس په دې بوخت دي چې د منچستر د بريد کوونکي تر شا پرته شبکه راوسپړي.

د جي اووه ډلې حکومتي مشرانو په دې توافق وکړ چې انترنېټي شرکتونه بايد افراطي تبليغات له خپلو صفحو څخه لېرې کړي. همداراز بايد تشدد ته د لېوالو اسلامپالو پر وړاندې همکاري هم زياته شي.

آيا د آلمان پياوړي صادرات څه خرابه خبره ده؟

دونالد ترمپ له سرمشريزې مخکې په بروکسل د آلمان پياوړي صادرات يو «بد»، حتی «ډېر بد» کار بللی وو. د آلمان صدراعظمې ويلي دي چې هغې ترمپ ته تشريح کړل چې اروپا د سوداګرۍ يو مشترک سياست مخ ته بيايي چې اکثره اروپايي هېوادونه بيا ګډ پولي واحد هم لري. دا په دې معنی ده چې متحده آيالات له ټولې اروپايي اتحاديې سره تجارتي جنګ ته زمينه مساعدوي که د آلماني موټرو د صارداتو په سر جزايي ګمرکات ولګول شي.

ځينو څارونکو دا هم ويلي دي چې د متحده آيالاتو د ولسمشر او د نورو لويديځو صنعتي هېوادونو د مشرانو تر منځ د ستونزمنو خبرو اترو له کبله ښايي چې د جي ۷ ډله په يوه جي ۶ ‌ډله بدله شي، که په راتلونکي کې حالت همداسې ترینګلی پاته شي. خو آلمان دغه خبره رد کړه، ځکه چې په حواله يې د تېرو تجربو له مخې څرګنده شوې ده چې دغه ډله مهمه ده او ورته اړتيا هم شته. له دې کبله د جي ۷ ډلې پر اهميت باندې يو ځل بيا ټينګار وشو.  

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.12.2016):