1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جګري ټپيان د افغانستان په جنوب کي ډير شوي دي

۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبه

د سره صلیب نړیواله کمیته:« د ميرويس روغتون چه د کندهار په ولايت کي کار کوي يوازي د سپتيمر او اګست په مياشتو کي 1000 د جګړي ټپيان تردرملني لاندي نيولي شوي دي. دغه شمير د تير کال په پرتله دوه برابر زيات دی.»

https://p.dw.com/p/PdIP
د افغانستان په يو روغتون کي د جګړي تپيان چي ډيري ښځي او ماشومان دي
د افغانستان په يو روغتون کي د جګړي تپيان چي ډيري ښځي او ماشومان ديانځور: AP

د سره صليب نړيوالي کميټي د چارواکو په حواله په افغانستان کي امنيتي حالات د لا ورانيدو په حالت کي دي، چي په پايله کي يي ډير شمير جنګي زخميان .رامنځ ته کیږي. دغه حالت بيا هغو سازمانونو او موسسو ته چي غواړي دي کسانو ته خواړه، اوبو او صحي خدمتونه چمتو کړي، لا ډيري ستونزي پیدا کوی.

سره صليب په يوي خبر پاڼي کي ويلي دي چي د ميرويس روغتون چه د کندهار په ولايت کي کار کوي يوازي د سپتيمر او اګست په مياشتو کي 1000 د جګړي ټپيان تردرملني لاندي نيولي دي، چي دغه شمير بيا د تير کال په پرتله دوه برابر زيات شوي دي. په همدي حال کي بيا د سره صليب يو چارواکي وييلي دي چه دغه شمير لا ډير کم ښودل شوي دي، دا ځکه چي يو ډير شميرکسان چي د جګړو له امله رواني ستونزو سره مخ کيږي لا په دغه ډلي کي شامل شوي ندي.

د سره صليب چارواکي وايي چي ډير شمير ميندي بيا خپل اولادونه چه د درملني وړناروغي لري په ځنډ روغتونونو ته ليږدوي او دا ځکه چي دوي د سفر د کولو نه بيريږي. د اړتياوړ روغتيايي خدمتونو د نه شتون له امله ډيري ميرمني د ولادت په وخت کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سره صليب نړيوالي کميټي د هلمند په ولايت کي د بدن د غړو د جوړولو يو صحي مرکز پرانيستي دي، چه په دغه مرکز کي به هر کال 1500 ناروغان تر درملني لاندي نيول کيږي. د سره صليب د چارواکو په حواله د دولت مخالفين د افغانستان په ډيرو برخو کي شتون لري او دا د دي لامل ګرځي چه دوي ونشي کړاي د افغانستان هغو برخو ته چي په جګړي کي ډير تاواني شوي دي صحي خدمتونه عرضه کړي.

چارواکي همدا راز زياتوي چي دوي د افغانستان په جګړي کي د ټولو ښکيلو اړخونوڅخه غوښتی دي تر څو د صحي خدمتونو د رسولو څخه مخنوي ونکړي.

د رويترز خبري اژانس چي د ژينيوا څخه رپوټ ورکړي زياتوي چه دا په داسي حال کي ده چي د سره صليب وياند چه په جينيوا کي يي خبري کولي وييلي دي چه د صحي خدمتونو د عرضي په وړاندي په افغانستان کي بهرني او کورني خنډونه وجود لري. ده همدا راز زياته کړي ده چه دغه خنډونه اوس په شمال کي ډير شوي دي.

د سره صليب چارواکي وايي په داسي حال کي چي په افغانستان کي 150000 بهرني پوځيان ځاي پر ځاي دي، طالبان په ورستيو کلونو کي په دي هيواد کي لا ډير پياوړي شوي دي . د سره صليب نړيوالي کميټه په منظمه توګه د هغو بنديانو نه ليدنه کوي چي د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ساتل کيږي. دغه سازمان د تير کال نه را په دي خوا له هغو بنديانو نه هم ليدنه کړي ده چه د افغان دولت د مخالفيو له خوا ساتل کيږي.

رویترز/جهش

کتونکی: عبدالباری حکيم