1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د جګړې د جمهورريس» لپاره د نوبل د سولي جايزه

۱۳۸۸ آذر ۱۸, چهارشنبه

د سږ کال دسولي دنوبل جايزه د امريکا د متحده ایالاتو جمهور ريس بارک اوباما ته ځانګړې سوې ده اوسبا به په اسلو کي دغه جايزه تر لاسه کړي...

https://p.dw.com/p/Ky0r
د امريکا جمهورريس بارک اوباما د نوبل د سولي جايزه ترلاسه کوي
د امريکا جمهورريس بارک اوباما د نوبل د سولي جايزه ترلاسه کويانځور: AP

دهغه احصايوي ولس پوښتني څخه چي پخپله دامریکا په متحده ایالتونوکي شوې، په سلو کي 66 امریکایان په دې عقيده دي، چي بارک اوباما دنوبل دسولي دجايزې مستحق نه ګڼل کیږي.

کله چي دی نن په اسلو کي دغه جايزه تر لاسه کوي نو پخپله به دی هم دغه واقعيت ومني، چي که له يوې خوا اوباما ته دنوبل دسولي دجايزې په ورکولو سره دسولي ډیر امیدونه تړلي خو له بله پلوه دا هم يو واقعيت دی، چي همدغه دسولي د جايزې وړونکی دهغه هیواد مشر دی، چي جګړه پرمخ بیايي او يوه اونۍ دمخه همدغه دسولي د نوبل د جايزې وړونکي دا پریکړه کړې، چي افغانستان ته دي نور30000 عسکر هم واستوي. نو رښتیا خبره به داوي چي دغه ویاړ په یوه ډیرسخت وخت کي د اوباما په برخه شوی.

دسولي د نوبل د جايزې د تر لاسه کولو په وخت کي به اوباما له يوې خواپخپله وينا کي دا مساله په پام کي ولري، چي دی ددغي جایزې د اخيستلو وړتیا لري او له بله پلوه به دی و نشي کړای د خپلي هغي پریکړي په هکله چوپه خوله پاته سي، چي افغانستان ته يي د زياتو عسکرو په ليږلو سره به په دغه هیواد کي جګړي لا پسي زياتي شي.

دهغي ورځي راهيسي، چي اوباما ته د نوبل د سولي جايزه راوتلې، داسي ښکاري چي دغه جايزه دده دپاره يو ډیر دروند پيټی وي.

هو په اوسلو کي به داوباما د نن ورځۍ وينا دهغه ویناو سره ډیر توپير ولري، چي د سولي د نوبل د جايزې پخوانيو ګټونکو لکه مور تريزا يا دلايلاما کړي او څنګه چي د اوباما وياند رابرت ګيبس ويلي دي، او باما به د نوبل دسولي جايزه دهغه جمهور ريس په نامه واخلي، چي يوه جګړه پرمخ بیايي.

له همدې امله به اوباما پخپله وینا کي ارو مرو داخبره روښانه کړي، چي ولي نو موړي د نوبل د جايزي د اخيستلو نه څو ورځي مخکي دا پريکړه کړې، چی په افغانستان کی بايد د عسکرو په شمېر کي زیاتوالی راشی.

هغه به هڅه وکړي، چي خپله دغه پریکړه داسي توجی کړي، چي په افغانستان او سيمه کي سولي ته د رسيدلو په خاطر دغي سیمي ته د زياتو عسکرو د لیږلو پریکړه کړې.

اوباما افغانستان ته د نورو عسکر د ليږلو د اعلان پر مهال
اوباما افغانستان ته د نورو عسکر د ليږلو د اعلان پر مهالانځور: AP

اوباما به ووايي، چي سولي ته د رسيدلو لاره به په لومړي سرکي د جګړې سختول وي.خو دا به هغه څه نه وي، چي د نوبل کميټې انتظار درلود.

کله چي په اوسلو کي د نوبل کميټې د اکتوبر په مياشت کي دا پریکړه وکړه چي سږ کال د سولي د نوبل جايزه بارک اوباما ته ورکړي، نو دا ددي لپاره و چی اوباما غواړي دوه اړخيزو روغونکو خبرواترو، ډيپلوماسي هلو ځلو، او د شخړو دکمولو او اټومي بیوسلې کولوله لاري په نړۍ کي د سولي په لور ګامونه واخلي.

خو تراوسه اوباما دخپل بهرني سیاست په ډګر کي عملاً دسولي لپاره کوم مشخص ګام ندی اخيستی، کوم يو چی اخيستل شوی هغه په افغانستان کي د عسکرو د شمير زياتول دي.

دا اعلام چي سږ کال به دسولی دنوبل جايزه اوباما ته ورکول کیږی،پخپله د اوباما لپاره هم يوه غير منتظره پيښه وه. اوباما په هماغه وخت کي داخبره کړې ول چي « که رښتیا ووایم نو زه ددغي جايزي مستحق نه يم »

داسي ښکاري چي دسولي د نوبل د جايزې ګټل له سياسي پلوه هم اوباما ته تر اوسه کومه ګټه نده رسولې. بر عکس دی په هیواد کي دننه داقتصادي بحران ددوام او په بهر کي د جګړې له امله خلک په شک او ترديدکي لويدلي دي.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل