1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جگړو قربانيان بيا هم ولسي افغانان دي

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

په داسي حال کي چي ملګرو ملتونو په افغانستان کي د تاوتريخوالي د کچي د لوړيدو خبر ورکړی د هيواد له ختيځ څخه يو ځل بيا د ولسي وگړو د مرګ ژوبلي ږغ را پورته سوی.د نورستان خلک وايي، افغان او بهرنيو ځواکونو ۱۹ تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/12ioL
په افغانستان کي د يوې بلي پيښي انځور
په افغانستان کي د يوې بلي پيښي انځورانځور: AP

د ملګرو ملتونو يوه رپوټ چي پرون خپور سوی په افغانستان کي د تير کال د جون، جولاۍ او اګسټ مياشتو په پرتله د روان کال په همدي مياشتو کي د ۳۹ سنله تاوتريخوالي د زياتيدو خبر ورکړی.

رپوټ د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کي د پينځه سلنه لوړ والي ښيي او ډيری دغه مرګ ژوبله هم اورپکو طالبانو ته منسوبه سوې ده.

خو د نورستان ولايت يو شمير مخور ادعا کوي، چي ناټو او افغان ځواکونو د اورپکو پر ځای د دوی خلک وژلي او ولس سخت پاريدلی دی.

په ولسي جرگه کي د نورستان ولايت استازی مولوي احمديار وايي:

« دغه ظلم تر دې حده رسېدلی، چي دوې ورځي خلکو ته اجازه نده ورکړل سوې چي خپل مړي پورته کړي، حيواناتو د دغوجسدونو غوښي وخوړې، افغان او ناټو ځواکونو خلک وشکول ويي وهل، روغتون ته ورغلل او په روغتون يي هم يرغل وکړ په داسي حال کي چي روغتون يو عامه ځای دی».

که له يوه لوري د نورستان خلک د حکومت او ناټو ځواکونو له زور زياتي څخه شکايت کوي، خو د ملګرو ملتونو راپور د هلمند په څير په هغو ولايتونو کي، چي د بهرنيو سرتيرو په شميره کي زياتوالی راغلی د حالت د ښه کيدو او د ياغيانو د بريدونو د کميدو خبره کوي.

د تاوتيخوالو پر مهال د ولسي خلکو مرګ ژوبله هغه مسله ده چي افغان حکومت څو څو ځله له بهرنيانو غوښتي چي ورته ډير پام وکړي.

خو د ملګرو ملتونو تازه خپور سوی راپور دا ښيي، چي د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کي چي ډيره د طالب اورپکو په بريدونو کي رامنځ ته کيږي هيڅ راز کمی نه دی راغلی.

د افغانستان د مشرانو جرګې د شکايتونو د اوريدو د کمېسيون رئيس زلمي زابلي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغه راپور د خپريدو سره سم د کونړ ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ کي د ورستيو عملياتو پرمهال د ولسي مرګ ژوبلي ارقام وړاندي کوي.

« نونس تنه يي شهيدان کړي، يو تن يي د ملا جمعه ګل په نامه په چاقو وژلی، دغه مرګ ژوبله د نه منلو وړ ده، موږ يې په اړه د ناټو له قوماندانانو او د افغان دفاع وزير، کورنيو چارو وزير او ملي امنيت ادارې له رئيس سره خبري کوو».

په ولسي جرګه کي د نورستان ولايت استازي عنايت الله واحديار په خپله سيمه کي د پوځي عملياتو پر مهال له ولسي خلکو، قومي مشرانو او ډاکټرانو سره د جګړې د ښکيلو غاړو د ناوړه سلوک په اړه د سترګو ليدلي حال وايي:

« اته څلويښت ساعتونو پوري يې د وانټ وايګل ولسوالۍ يو شمير قومي مشران، ډاکټران او مخور ګوښه کړي ول، هغوی يې نار تړلي او د ساعتونو ساعتونو لپآره يي ترينه ناحقه پوښتني ګرويږني کړي دي».

د پوځي چارو شنونکي په دې اند دي، چي ياغي طالبانو اوس د خرپ او ترپ تکتيک ته مخه کړې. په کوم کي چي  ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلي پر اوښتو سربيره ډيری، د خپلو کورونو او سيمو پريښودو ته اړ کيږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کي هم راغلي چي کابو۱۳۰ زره کسانو په روان کال کي د جګړو له کبله خپلي سيمي پريښي او نورو ځايونو ته کوچيدلي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل