1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جگړو په سيمو کي د خبريالانو د ساتني هڅي

۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبه

په نړۍ کې د جګړې بڼې په بدليدو سره ژورناليستانو ته هم خطرونه زياتيږي. اوس ډيري نوي رسنۍ د ځانګړي پرسونل په استخدامولو سره دغه خطرونو ته ځواب وايي او خبريالان د کار پر وخت احتمالي خطرونو ته چمتو کوي.

https://p.dw.com/p/2VEYH
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

وروستۍ پريکړه چې آلماني ژورناليست فولکر هندلويک، بايد تر ويشتل کيدو دمخه کړې وای دا وه چې آيا دی ودريږي او که وځغلي. ده په۲۰۰۱م کال کې د افغانستان په شمال کې له يوې ډلي نورو ژورناليستانو سره د شمالي ټلوالي جنګيالي بدرګه کول چې په همدې وخت کې د ماشيندارو بې شميره ډزو توره شپه رڼا کړه.

په دې وخت کې ډيرو عسکرو د طالبانو له کمين څخه د ځان ژغورني په موخه له تپې لاندي ټوپ کړل. هندلويک هم همدا کار وکړ، پر ځمکه ولغښت او له نظره ورک شو. د ده ملګرو ژورناليستانو دی تر هغه وروسته بيا هیڅکله ونه ليد.

د آلمان د «Stern» مجلې ليکلي دي چي د دغه ليکوال ترڅنګ د ۲۰۰۱م کال د نوامبر پر۱۱ نېټه د فرانسې د نړيوالې راډيويي شبکې يو خبریال او همدا راز د لوګزامبورګ د راډيو تلویزيون يو ژورنالست هم ووژل شول.

د جګړې پر وخت د دې ژورناليستانو مړينه د دې سبب شوه چې ډيري رسنۍ د جګړو له ډگره د رپوټ ورکولو پر وخت د خپلو کارکونکو د خونديتوب له پاره هڅي وکړي.

دمګړۍ ډيري رسنۍ داسې کارپوهان لري چې اصلي دنده یې د ژورناليستانو ساتنه او د دې يقيني کول دي چې خبريالان د جګړو له ډګرونو څخه د رپوټ ورکولو پر وخت د احتمالي خطرونو په مقابل کې مجهز او روزل شوي وي.

ميشايل کورمير، چې پخوا د يوې رسنۍ له پاره په بهر کې رپوټونه جوړول وايي چې اوس ځيني رسنۍ دا زمينه برابروي چې ژورناليستانو ته د ډزو پر وخت او له نورو خطرونو څخه د ځان ساتنې روزنه ورکړي.

کورمير چې اوس د راډيو کانادا د خبرونو او روانو چارو مسئول دی، وايي چې مسؤل مديران، خبريالان او امنيتي کارپوهانو په مسلسل ډول د کار د ساحې بالقوه خطرونو ارزوي. کورمير چې د نورو ترڅنګ یې د افغانستان د جګړې په اړه رپوټونه جوړ کړي، وايي: «مخکې موږ داسې وو لکه يو ماشوم چې په ځنګله کې وي.»

دی زياتوي چې د ۲۰۰۰م کال تر مخه ډيرو ژورناليستانو د خطرونو په هلکه ډېر پوهاوی نه لاره او د مرميو، ناروغيو او د موترو د ټکر څخه د ځان ساتنې له پاره په کافي اندازه مجهز نه ول: «زما په آند د افغانستان جګړې د جګړو د پوښښ لارو چارو ته بدلون ورکړ. مهمه  خبره داده چې اوس د جګړو بڼه بدله شوې ده او موږ (خبریالانو) ته د دښمن په سترګه کتل کيږي.»

خبري رسنۍ او خبريالان هم بايد د جګړې له يوې داسې نوې بڼې سره ځانونه عيار کړي چې د جګړو لومړۍ کرښي پکښې هیڅ واضح نه وي او بايد وپوهيږي چې د کومې جګړې پوښښ چې کوي، څه ډول يوه جګړه ده او کومې وسلې پکښې کارول کيږي؟

خو د ځان ساتنې نوي روزنیز کورسونه په جګړه کې د هر خبريال د ژوند د ژغورولو له پاره بسنه نه کوي. د ژورناليستانو د ساتني کميټې د مطبوعاتي برخې مشره ايلانا برايزر، وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې د وژل شويو ۴۸ خبريالانو څخه یې نيمايي د جګړو د پوښښ پر وخت وژل شوي دي. دا زياتوي چې همدا راز په ۲۰۱۶م کال کې د وژل شويو هرو لسو څخه یې نهه ځايي خبريالان ول چې د خطرونو په اړه پوهای ورکړل شوی نه وو.

نوموړې زياتوي چې ټولنه یې د هغو آزادو ژورناليستانو د مرستې هڅه کوي چې د جګړو له ډګرونو څخه رپوټ ورکوي او په مناسبه توګه مجهز نه وي.

د ژورنالستانو د ساتني کميټې د اجرائيوي مشر مرستیال روبیرت مهتوني وايي چې يو څه چې نوي دي هغه د ژورنالستانو يرغمل کول دي. ځکه يو ژورناليست ښايي د تبليغاتو له پاره ډير په درد وخوړل شي. داعش په ۲۰۱۳م کال کې۱۱ خبریالان تښتولي ول.

نور مطالب: