1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په جلال آباد کې د حاجي قدير په کور ځانمرګی برید شوی

۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبه

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په مشرقي ولایت ننګرهار کې د پارلمان د غړي حاجي قدیر په کور باندې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور بیا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2j4dk
Afghanistan Selbstmordanschlag in Dschalalabad
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د ننګرهار د ولایت مقام ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې هکله وویل چې دوو ځانمرګو بریدګرو په جلال آباد ښار کې د حاجي ظاهر قدیر په شخي کور برید وکړ. خوګیاڼۍ زیاتوي چې په دې ځانمرګي برید کې د حاجي قدیر دوه ساتونکي وژل شوي.

د ننګرهار د ولایت مقام دغه ویاند همدا راز زیاتوي چې یو یو بل ځانمرګی بریدګر مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي په ډزو وژل شوی دی. هغه زیاتوي چې یوازې یو ځانمرګی بریدګر په دې توانیدلی چې خپل چاودیدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړي. په دې چاودنه کې د حاجي قدیر یو بل ساتونکی ټپي شوی هم دی.

بل لوري ته بیا د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي افتخار مومند وویل چې د برید پرمهال حاجي قدیر په خپل کور کې وو او په دې برید کې کوم زیان ورته نه دی اوښتی.

داعش یا د اسلامي دولت په نامه ډلې د خپلې پروپاګندې خبري رسنۍ اعماق له لارې د دې برید خبر خپور کړی خو له خبر څخه دا واضح نه ښکاري چې آیا د برید مسوولیت دوی منلی او که نه.

حاجي ظاهر قدیر د افغانستان د پارلمان پخوانی مرستیال او د یوې بډایې کورنۍ غړی دی. ځینې پر نوموړي تور پورې کوي چې د مافیا په شان سوداګریز فعالیتونه هم لري. د دې سربیره هغه شخصي ملیشه جنګیالي هم لري چې د طالبانو او داعش ډلې خورا کلک دښمن ګڼل کیږي. طالبان او داعش دواړه ډلې په ننګرهار ولایت کې قوي حضور لري.

د ۲۰۱۵م کال په ډیسمبر میاشت کې داسې هم ویل کیدل چې د حاجي قدیر جنګیالیو د اسلامي دولت له ګڼ شمیر جنګیالیو سرونه هم غوڅ کړي وو.