1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حاجي ګک کان په اړه له سره احتمالي خبري

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د کانونو وزارت یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل چې د هندوستان د «فولادو ادارې» په مشرۍ یو شمیر هندۍ کمپنۍ غواړي چې د حاجي ګک د کان پر سره له سره خبرې اترې وکړي. د دغه کان ارزښت ۱۰.۸ میلیارده ډالره دی.

https://p.dw.com/p/1A7eh
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان د کانونو په برخه کې پانگونه، له اقتصادي لحاظه د دغه هیواد د خودکفايي له پاره ډیره مهمه بلل کیږي. افغان حکومت هیله لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره وشي کولای چې د خپلو کانونو د کیندني له لاري خپل اقتصاد تمویل کړي.

د افغانستان د کانونو وزارت یوه چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «د کوم لامل له کبله خبرې اترې درول شوې دي [...] خو هغوی د خبرو اترو له بهیره په بشپړه توګه نه دي وتلي.»

دغه افغان چارواکي هغه دلایل روښانه نه کړل چې له مخې يې د حاجي ګک کان پر سر خبرې اترې درول شوې دي. خو دغه کان په بامیان ولایت کې دی چې په وروستیو وختونو کې دغه ولایت ته د رسیدو پر لاره ناامنۍ ډیري شوي دي.

تر دې دوې میاشتي مخکې یوه چیناني شرکت هم د «عینکو مس» د تړون د کره کتني غوښتنه کړې وه. پر دغه تړون باندي په ۲۰۰۷ کال کې موافقه شوې وه. ویل شوي دي چې د دغه تړون پر سر د بیا خبرو اترو د غوښتني یو لوی لامل د چینایانو له خوا د هغي ژمني نه پوره کول دي چې له مخې یې باید دغه هیواد د افغانستان او پاکستان له پولي تر کابله او بیا له کابله تر بلخ پوري د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي. د دغې ۹۰۰ کیلو متره پټلۍ له له لارې به افغانستان له خپلو دوو ګاونډیو پاکستان او ازبکستان سره نښلول شوی وای.

د کانونو وزارت چارواکي ویلي دي: «چینایانو همداراز د عینکو مس د کان له پاره د اورګاډي پټلۍ جوړه وله خو اوس چې هغوی له دغه کاره ډډه کوي، اصلي پوښتنه دا ده چې موږ څرنګه کولای شو چې د اوسپني د صادراتو نورې لارې پیدا کړو.»

د اټکلونو له مخي د حاجي ګک په کان کې ۱.۸ میلیونه ټنه اوسپنیز معدني مواد موجود دي. په دغو موادو کې ۶۲ سلنه اوسپنه موجوده ده. د افغانستان د کانونو وزارت دغه معلومات په ۱۹۶۰ کال کې د ترسره شوې سروې له مخي ورکوي.

دغه کان د افغانستان په بامیان ولایت کې دی چې یو وخت د افغانستان له سوله ییزو ولایتونو څخه شمیرل کیدی. خو اوس چې پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي د بامیانو ولایت امنیتي وضعیت هم د پخوا په پرتله یو څه خراب شوي دي.