1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حامد کرزي د وروستيو څرګندونو په اړه د سپيني ماڼۍ غبرګون

۱۳۸۷ آبان ۲۸, سه‌شنبه

وروسته له هغه چي ولسمشر حامد کرزي يوار بيا په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي د طالب مشرانو سره د خبرو او حتي د ساتني د ظمانت اعلان وکړي اوس سپيني ماڼۍ ويلي چي موږ د افغان ولسمشر حامد کرزي

https://p.dw.com/p/FxVj
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: AP

دهغو څرګندونوملاتړکوو چي د دوشنبې په ورځ يې د وسلوالو طالبانو د مشر ملامحمد عمر سره دخبرو اترو په اړه کړي وې خو ملا محمد عمر دسولي ميز ته د حاضريدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سپیني ماڼۍ ويلي تراوسه موږ داسي کوم څه نه وينو چي ملا محمد عمر دي له القاعده شبکې سر خپلي اړيکي وشکوي او په افغانستان کي دي د سولي په پروسه کي ورګد سي.

امريکا وايي تراوسه پوري د ملا محمد عمر څخه چاه ندي اوريدلي، او د تيري اونۍ دهغي پيښي وروسته چي په کندهار کي د ځينو طالبانو لخوا پرښځينه زده کوونکو باندي تيزاب وشيندل سول نو ډيری خلک داسي انګيري چي دا کار به ناشونی وي.

سپيني ماڼۍ وايي: موږ هيله لرو چي طالبان به وسلې کښيږدي اوله جګړې به لاس واخلي او هيله لرو چي دافغانستان د سولي په پروسه کي ګټور رول ولوبوي.

خو له بده مرغه موږ ددې څخه ډير ليري يو، دوی زياتره وختونه ، اوس هم پر ايتلافي ځواکونو، او ملکي خلکو بريدونه کوي.

د سپيني ماڼۍ وياند ويلي : دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي که چيري د طالبانو مشر ملا محمد عمردسولي خبرو ته حاضر سي نو د هغه د امنيت ساتني لپاره به ترخپله وسه کوښښ وکړي.

حامد کرزی د تيرو څلورو کلونو راپديخوا په دې هڅه کي دی چي د سولي د راوستلو پخاطر له طالب مشرانو سره خبري اتري وکړي، او زياتره وختونه يې پر دې ټينګار کړی چي افغان منځ لاري طالبان د القاعدې د ترورستي شبکې څخه بيل کړي.

امريکايي امرالبحر مايکل ميلن، ويلي که څه هم دغه کار ته اړتيا سته خو دا ديوې اوږدې ستراتيژيکي پاليسۍ له مخه بايد ترسره سي او دا وخت ددې لپاره غوره نه دی او اوس به دا کار ولسمشر حامد کرزي ته پريږدو.

افغان ولسمشر حامد کرزي ديکشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي وه. چي دی به د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د ساتني د ظمانت کولو لپاره چي دسولي خبرو اترو ته کښيني خپل ټول توان و ازمايي او که چيري نړيواله ټولنه ددې کار مخالفت وکړي په هغه صورت کي به دوې لاري وي، يوه دا چي نړيوالي ټولني ته به قناعت ورکوي او بله داچي نوموړی به له خپلي دندي څخه ګوښه کيږي.