1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حامد کرزي «ګران ملګري»: زرداري

۱۳۸۷ شهریور ۲۰, چهارشنبه

کله چي د پاکستان نوي جمهور ريس آصف علي زرداري د وفادارۍ لوړه کوله، د ده يوازني افتخاري ميلمه د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي و.

https://p.dw.com/p/FFWr
د پاکستان نوي جمهور ريس آصف علي زرداري
د پاکستان نوي جمهور ريس آصف علي زرداريانځور: AP

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي همدا د جون په مياشت کی د پاکستان په خاوره کي په طالبانو باندي د بريد ګواښ وکړ. هغه مهال کرزي ويلي و، چي له (پاکستانه سره) د مونږ حوصله مخ په خلاصيدو ده.

د لوړي له مراسمو څخه وروسته کرزي او زرداري ملګرتيا څرګنده کړه او زرداری وويل چي دي هم د تروريزم قربانی دي، ځکه چي د ده ښځه ميرمن بينظير بوټو د يوه تروريستي ګوذار له امله وژل شويده.

دا د سه شنبي په ورځ د زرداری لخوا د خپلي وژل شوي ښځي چي له ده نه ډيره په خلکو کې محبوبه وه، يوازنۍ يادونه نوه، بلکه ده د جمهوري رياست مقام، د شهيدي بينظير بوتو او د ديموکراسۍ د لاري د ټولو نورو شهيدانو په نامه ومانه.

ده د پاکستان د ولسي ګوند PPP د غړيو او پلوپانو په مخکي ووپل چي، زه د ولس خدمتګار يم. ده د لوړي د کولو په وخت کي قسم ياد کړچي، دي به خپلو شخصي علايقو ته د ده په کار اووظيفي په ترسره کولو اود ده په پريکړو باندي د اغيزي اچولو اجازه ورنکړی.

ممکن نيوکي کونکو ته هغه وخت ورپياد شوي وي، چي زرداري کله چي بينظير بوتوپه نویمو کلونوکي د پاکستان لمړۍ وزيره وه او دي يي د کابيني غړي و. خو د ده نامطلوبه پخوا وختونه د سه شنبي په ورځ نه د ده له شونډوڅخه مسکا لري کړای شوای اونه يي د پاکستان ډير ي ستري ربړی.

د پاکستان حکومت د ترور په وړاندي مبارزه کي کږه وږه تګلاره غوره کړيده
د پاکستان حکومت د ترور په وړاندي مبارزه کي کږه وږه تګلاره غوره کړيدهانځور: AP

د هغه هيواد اقتصاد د راغورځيدو او له نړيوال بانک څخه د مرستو د اخيستو په لوري روان دي، اوله بلي خوا طالبان د دروازي په خوله کي ولاړدي.د هغه هيواد د « ډون» ورځپاڼي د سه شنبي په ورځ د دي اتومي قدرت ستونځي په ډيره لنډه خو سمه توګه بيان کړي وی اوليکلي يي وو چي زرداري د آزاد بازار د اقتصاد پلوي کړي او د زورلارو د نفوذ د ورځ په ورځ ډيريدو په هکله يي ويلي دي چي، دا يوه ربړه ده. « خومونږ کولاي شو چي حل يي کړو، ځکه مونږ لدي ربړي څخه ډير ستر يو» خوده د دي حل لاري د څه رنګه والي په هکله څه ونه ويل.

زرداري د فبروري له مياشتي را هيسي چي ولسي ګوند ټاکني ګټلي دي، د پردي ترشا د چارو واګي په لاس کي لري. نوموړي حکومت د ترور په وړاندي مبارزه کي کږه وږه تګلاره غوره کړيده. کله د پاڅونکو سره د سولي خبري او اوربند ورسره کوي، او کله ستر بريدونه پری کوي. ښايي د امريکا د متحده ايالتونو حکومت هم د حامد کرزي په شان د زرداري دا خبره چي له ترور سره به مبارزه وکړي د زړه په غوږو اوريدلي وي اوهيله به ورته پيداشوي وي.

خونه به په واشنګټن او نه په کابل کي دا هيله ډيره وي چي، زرداري د دي ډيري ستري ربړ ي مخه ونيولي شي، اواصلا به وغواړي چي له منځه يي يوسي اوکنه؟

سپنتا: افراطي والي او تروريزم د پاکستان د بهرنی سياست وسايل دي
سپنتا: افراطي والي او تروريزم د پاکستان د بهرنی سياست وسايل ديانځور: AP

کرزي د پاکستان له پخواني جمهور ریس مشرف سره د المان د خبري آژانس د خبر له مخي ژوره دښمني درلوده. حتي په 2006 کال کي دامريکا جمهور رييس بوش هم له ترور سره په مبارزه کي د خپلو دغو دواړو ملګرو ترمنځ سړه فضا توده نشواي ګړای. هغه مهال کرزي او مشرف په واشنګټن کي حتي يو بل ته د لاس له ورکولو څخه ډ ډه وکړه. خو کرزي د سه شنبي په ورځ سرداري خپل ګران ملګري وباله.

مګر تر اوسه پوري د کرزي کابيني ته د دغي ملګرتيا په اړه سم معلومات ندي رسيدلي. پداسي حال کي چي کرزي په پاکستان کي و، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير داد فر سپنتا په برلين کي « دهندلس بلت» د ورځپاڼي لخوا جوړي شوي غونډه کی پاکستان ته بد ويل کول. سپنتا ويلي چي افراطي والي او تروريزم د پاکستان د بهرنی سياست وسايل دي. په پاکستان باندي اعتبارکول غلط سياست و.