1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حجاب په اړه د کرزي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د حجاب په اړه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستيو څرګندونو ته طالبانو تند غبرګون ښوولی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسنيو له ښځينه ويندويانو غوښتي ول چې د مخ پټولو په هکله د طالبانو وروستی دستور عملي نه کړي.

https://p.dw.com/p/4Bg5C
Afghanistan | ehemaliger Präsident Hamid Karzai
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

له سي ان ان امریکايي تلویزیوني شبکې سره د ښځينه ويندويانو په هکله د حامد کرزي وروستيو خبرو، د طالبانو غبرګون راپارولی دی. د طالبانو د امر باالمروف او نهي عن المنکر وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې کښلي دي: »د حجاب په اړه د کرزي وينا د تبصرې وړ نه ده. ده په تېرو شلو کلونو کې د بهرنيانو د خوشحالولو له پاره د افغان خويندو هر ډول آزادي غوښتله او زمينه يې ورته برابره کړې ده، خو خپله مېرمن يې لکه څنګه چې نورو ترې غوښتل، په هيڅ کومه رسنۍ کې راڅرګنده نه شوه.«

طالبانو يو ځل بيا پر حجاب ټينګار کړی او هغه يې يو الهي دستور بللی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان شبکې سره په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي چې د تلویزیون پر پرده د خپرونو ښځينه مجريانې دې د طالبانو له خوا د مخ پټولو دستور څخه اطاعت ونه کړي.

نوموړي تاکيد وکړ چې ښځې په افغانستان کې حجاب مراعاتوي، خو د ښځو له خوا د مخ پټول حجاب نه، بلکې د کوم بل هېواد رسم او رواج دی. پخواني ولسمشر په دې مرکه کې ټينګار وکړ چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او د حجاب د څرنګوالي موضوع هم روښانه ده.

سره له دې چې د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت تاکيد کړی چې د انځوريزو رسنيو مجریانې بايد سر له نن شنبې (د ۲۰۲۲ کال د می ۲۱مې) څخه خپل مخونه په تصوير کې د راڅرګندېدو پرمهال پټ کړي، خو ځينو ښځينه ويندويانو د طالبانو د دغه دستور اطاعت نه دی کړی. د فرانسې خبري آژانس ليکلي دي چې د ځينو انځوريزو رسنيو ښځينه کارکوونکې د طالبانو د تاکيد سربېره بې د ماسک له اغوستلو څخه په تصوير کې راڅرګندې شوې دي. 

دغه ويندويانې په دې نظر دي چې که د طالبانو دغه دستور ومني، نو طالبان به لا زيات محدوديتونه وضع کړي او د دوی د کار مخه به هم ونيسي. طالبانو دوه ورځې مخکې داسې فرمان صادر کړ چې د انځوریزو رسنيو له ټولو ښځينه ويندويانو څخه يې پکې غوښتي وو چې په تصوير کې د راڅرګندېدو پر مهال دې خپل مخونه پټ کړي. د طالبانو دغه اقدام په ملي او نړيواله کچه هم ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

شکيلا ابراهيم خېل/ن.ص./خ.ح.