1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حج په مراسمو کې د قربانيانو شمېر ۷۰۰ ته ورسېد

۱۳۹۴ مهر ۳, جمعه

د سعودي عربستان د ملکي دفاع چارواکو وویل چې په مینا کې د یوې گډوډۍ له امله نژدې ۷۱۰ تنه حجیان مړه شوي دي. ویل شوي دي چې دغه گډودي د جمراتو د رکن د اداء کولو پر وخت رامنح ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1GcQh
انځور: picture-alliance/AP Photo

مینا چې له عرفات او مزدلفې څخه وروسته حجیان پکښې راټولیږي له مکې معظمې څخه یوازي یو څو کیلو متره لیري ده. د سعودي چارواکو وویل چې په دغه پیښي کې لږ تر لږه ۷۱۷ حجيان وژل شوي او نژدې ۸۶۳ نور ټپیان شوي دي. په مینا کې حجیان په ټولیزه توگه درې ورځي پاتیږي، څو د جمراتو رکن اداء کړي.

د مړو شوو کسانو هويت معلوم نه دی
د مړو شوو کسانو هويت معلوم نه دیانځور: Reuters/Saudi Civil Defense agency

د سعودي عربستان تلویزون انځورونو د حجیانو مړي چې احرامونه يې تړلي دي، په هغه یوه سړک پراته ښکاره کړل چې د جمراتو یا په اصطلاح د شيطان په شگو ويشتلو ټاټوبي ته غزېدلی دی.

سږکال د حج په مراسمو کې کابو دوه ميلیونو مسلمانانو گډون کړی دی. حج د اسلام له پنځو مهمو ارکانو څخه شمیرل کیږي. دغه مراسم د سه شنپه په ورځ له مکې معظمې څخه د مینا پر لور له سفر سره او بیا وروسته پرون په عرفات کې په راټولیدو سره پیل شول.

د مجراتو يا شيطان ويشتلو رکن
د مجراتو يا شيطان ويشتلو رکنانځور: Reuters/Ahmad Masood

د اسلامي احکامو له مخې حج په ټولیزه توگه پنځه ورځي دوام کوي چې د هغو په جمله کې درې ورځې په مینا کي پاتېدل وي. په دغو درو ورځو کې پر هر حاجي باندي فرض دی چې د جمراتو یا شيطان ویشتلو رکن اداء کړي.

سعودي عربستان د پیښي د قربانیانو هویت تر اوسه پورې معلوم کړی نه دی. په ۲۰۰۶م کال کې هم په مینا کې د یوه ازدحام له امله دغسي یوه خونړۍ پېښه رامنځ ته شوه چې د کابو۳۵۰ حجیانو د مرگ سبب شوه.

په شيگو د شيطانانو ويشتل
په شيگو د شيطانانو ويشتلانځور: Reuters/Ahmad Masood

د حج په مراسمو کي د تراژديو تاريخ

د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر مياشتي ۲۴مه: په مينا کي چي حجيان درې ورځي پاتيږي د شيطانانو د په شگو ويشتلو پر مهال په گډوډۍ کي ۷۱۷حجيان وژل سوي او په سونو نور ټپيان سوي دي. تقريباً دوې اوونۍ دمخه د مکې شريفي په مسجد کي د تېز باد او باران پرمهال د يوه جرثقيل د رالوېدو په پېښه کي ۱۰۹ کسان ووژل سول.

د ۲۰۰۷م کال د جنورۍ مياشتي ۶مه: د ښار په منځ کي د یوه هوټل د نړېدو په پېشه کي ۷۶ انسانان ووژل سول. د همدې کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۱مه نېټه ۳۶۴ حجيان په مينا کي د شيطانانو په شگو ويشتلو پر مهال ووژل سول.

د ۲۰۰۵م کال د جنورۍ ۵مه: درې حجيان په مينا کي د ډبرو ويشتلو په مراسمو کي ووژل سول.

د ۲۰۰۴م کال د فيبروري مياشتي اوله: ۲۵۱حجيان د شيطانانو د په شگو ويشتلو پر مهال ووژل سول.

د ۲۰۰۳م کال د فيبروري مياشتي ۱۱مه: ۱۴حجيان چي شپږ ئې ښځي وې د ډبرو ويشتلو په مراسمو کي ووژل سول.

د ۲۰۰۱م کال د مارچ مياشتي ۱۱مه: په مينا کي ۳۵حجيان ووژل سول چي ۲۳ ئې ښځي وې.

د ۱۹۹۸م کال د اپريل مياشتي ۹مه: تر ۱۱۸ زيات حجيان په مينا کي د عبادت پرمهال ووژل سول او تر ۱۸۰ زيات ټپيان سول.

د ۱۹۹۵م کال د می مياشتي ۷مه: درې حجيان هغه مهال ووژل سول او ۹۹ نور ټپيان سول چي په مينا کي يوې خيمې اور واخيست.

د ۱۹۹۴م کال د می مياشتي ۲۴مه: د شيطانانو په شيگو ويشتلو پرمهال ۲۷۰ حجيان ووژل سول.

د ۱۹۹۰م کال د جولای مياشتي ۲مه: ۱۴۲۶ حجيان هغه مهال ووژل سول چي په مينا کي په يوه تونل کي د تېرېدو پر مهال د هوا د تهويې سيستم خراب سو. د وژل سوو کسانو ډېری د اسيايي هيوادونو ول.

د ۱۹۸۹م کال د جولای مياشتي ۱۰مه: د مکې شريف تر ستر مسجد دباندي په دوو غبرگو چاودنو کي يو حاجي ووژل سو او ۱۶ نور ټپيان سول. د دې پيښي په تور ۱۶ کويټي شيعه گان ونيول سو او یوه اونۍ وروسته اعدام سول.

د ۱۹۸۷م کال د جولای مياشتي ۳۱مه: د سعودي امنيتي ځواک د ايراني حجيانو غير قانوني اعتراض وټکاوه او ۴۰۰ انسانان پکښې ووژل سول چي نژدې ۲۷۵ ئې ايرانيان ول.

د ۱۹۷۹م کال د نومبر مياشتي ۲۰مه: د سعودي عربستان په سوونو وسله والو مخالفانو پر ستر مسجد يرغل وکړ او هلته ئې ډېر حجيان يرغمل کړل. په دغه يرغل کي د رسمي شمېرو له مخي ۱۵۳ کسان ووژل سول او تر ۵۶۰ زيات ټپيان سول.

د ۱۹۷۵م کال په دسمبر مياشت کي: مکې ته نژدې د حجيانو په يوه کمپ کي د گازو ډبې چاودلو له کبله په رامنځته سوي ستر اور کي نژدې ۲۰۰ حجيان ووژل سول.