1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حزب الله يرغلونه پرملکي خلکوباندي

۱۳۸۶ شهریور ۳۱, شنبه

په هغه راپورکې چې د بشر د حقوقونړيوالي ټولني هيومن رايټس واچ، تقريباً د وې اوونۍ مخکي، د اسرائيل او حزب الله ترمېنځ د تېرميلادي کال د جگړې په هکله خپورکړی، ويل کېږي، چي د اسرائيل پرشمال باندي د حزب الله د توغند يويرغلونوکوم ټاکلی هدف نه درلود، تريوې برخي پوري د ملکي خلکوپرضد وو او همدارنگه د جگړې د قانون پرخلاف

https://p.dw.com/p/DMqZ
د حزب الله د مشرتابه غړو د اسرائيل لخوا د جنوبي لبنان پرښارونوباندي د هوايي يرغلونوله امله تل مدام پراسرائيلي کليواوښارونوباندي د غچ اخيستو
د حزب الله د مشرتابه غړو د اسرائيل لخوا د جنوبي لبنان پرښارونوباندي د هوايي يرغلونوله امله تل مدام پراسرائيلي کليواوښارونوباندي د غچ اخيستوانځور: AP
د هيومن رايټس واچ په يوسل اواته ويشت مخيزراپورکي راغلي دي چي د حزب الله په يرغلونوکي د اسرائيل پرشمال باندي په زرگونوتوغندی وروتوغول سول او لدې کبله د يهودانو، عربانو او د د واړو مليتونوپه گډ وکليواوښارونوکي ملکي خلک ووژل اوژوبل شول. په نوموړي راپورکي، سربېره پردې، د ملکي خلکوپرضد د حزب الله د قصدي چلند د ثبوت لپاره د حزب الله څه باندي سل اعلاميې او خبرونه سته.
جنگي جنايت
د حزب الله د مشرتابه غړو د اسرائيل لخوا د جنوبي لبنان پرښارونوباندي د هوايي يرغلونوله امله تل مدام پراسرائيلي کليواوښارونوباندي د غچ اخيستونکويرغلونوگواښونه کول. خو د نړيوالوبشري قوانينوله مخي پرملکي خلکوباندي قصدي ياغېرمنظم يرغلونه په حق عمل ندی. سربېره پردې د حزب الله د پوځي برخي د جگپوړو غړوله څرگند ونوڅخه د هغوي نيت په ډاگه کېږي، چي د ملکي خلکو د اوسېد و پرسيموباندي د داسي توغند يوورتوغول غواړي چي د قيق والی يې لږدی. او دا جنگي جنايت دی.