1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د خاشخاشو او بنگو له کښته طالبان گټه اخلي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

د آلمان بهرنۍ استخباراتي اداره، په افغانستان کي د خاشخاشو او بنگو د کښت او مخدرو موادو د توليد په اړه راپور کي وايي چي دغه کار د افغانستان و امنيت او اقتصاد ته تاوان او طالبانو ته ستره گټه رسولې ده.

https://p.dw.com/p/1E4AV
Mohn-Anbau in Afghanistan
انځور: picture alliance/AP Photo

د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې (BND) په ټوله نړۍ کي د مخدرو موادو د قاچاق او د افغانستان پر امنيت او اقتصاد باندي د منفي اغېزو کولو څخه خبرداری ورکړی دی.

په دغه راپور کي افغانستان په نړۍ کي د مخدرو موادو د توليد او قاچاق په برخه کي د يوې منفي نمونې په توگه ذکر سوی دئ.

په راپور کي راغلي دي، طالبان له دې څخه چي افغانستان په نړۍ کي د خاشخاشو د کښت او تارياکو د توليد ستر مرکز دئ راضي دي. ځکه چي له دې درکه د دوی لگښتونه پوره کيږي.

په دغه راپور کي دغه راز ټينگار سوی دئ، چي په دې برخه کي مختلفي قومي او سياسي ډلي تر خپل منځ د اختلافاتو له وجي د خاشخاشو او بنگو له گښته گټه اخلي.

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخي په نړۍ کي د مخدرو موادو د راکړي ورکړي بيه نژدې ۳۹۰ ميليارده ډالره کيږي. له دې څخه نو داسي ښکاري چي د مخدرو موادو قاچاق کوونکي د نړۍ پنځم مالي قدرت دئ.

د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې اعلان کړی دئ، چي له مخدرو موادو سره مبارزه، د دغو موادو د قاچاق د نوو لارو او نوو شيوو په خاطر ډېره ستونزمنه ده.

دغي ادارې ويلي دي چي له افغانستان څخه مرکزي او لوېديځي اروپا ته د مخدرو موادو د قاچاق اصلي مسير د ترکيې او ايران له لاري د بالکان هيوادونه دي.

له تيرو څو کلونو راهيسي قاچاق کوونکو نوري نوي لاري هم پيدا کړي دي. په دغه راپور کي راغلي دي: «په وروستيو کلونو کي ختيځه افريکا هم د مخدرو موادو په يوه مرکز بدله سوې ده.» دغي سيمي ته له ايران او پاکستان څخه په کښتيو کي مخدر مواد انتقاليږي او له هغه ځايه بيا له هوايي لاري اروپا ته لېږدول کيږي.

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې په دغه راپور کي له ايران او پاکستان څخه د لوېديځي اروپا بندرونو ته د هيروينو د لېږلو مستقيمي لاري ته هم اشاره سوې ده.