1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبرو اترو له پاره د پاکستاني طالبانو شرطونه

سید ریاض (اسوشیتد پرس)۱۳۹۲ شهریور ۲۴, یکشنبه

پاکستاني طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو د پیلولو تر مخه د خپلو وسلوالو بندیانو د آزادولو او له قبایلي سیمو څخه د پوځونو د ایستلو غوښتنه کړې ده. دغو شرطونو د سولې د خبرو اترو د کامیابۍ په اړه انديښنې رابرسیره کړي دي.

https://p.dw.com/p/19huf
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد، د اسوشیتد پرس خبري ژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د پاکستان د حکومت له لوري د خبرو اترو د وړاندیز وروسته د طالبانو د مشرتابه له لوري د راغوښتل شوې غونډې په ترڅ کې د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو له پاره د اقداماتو د تر سره کولو پر سر ټینگار وشو.

تیره اوونۍ د پاکستان سترو سیاسي گوندونو د لس کلن وسلوال بغاوت چې په ترڅ کې یې په زرگونو خلک ووژل شول، د ختمولو له پاره له طالبانو سره د خبرو اترو د تر سره کولو پر سر موافقه وکړه. خو دا خبره څرگنده نه ده چې حکومت به د خبرواترو په موخه د طالبانو د قانع کولو له پاره کوم گامونه پورته کړي.

شاهد له یوه نامعلوم ځای څخه د تیلیفون په کرښه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «په تیرو وختونو کې د سولې په نوم طالبانو ته فریب ورکړل شوی دی. حکومت باید د خبرو اترو د پيلیدو تر مخه یو څه گامونه پورته کړي، چې طالبان پر دې ډاډمن شي چې حکومت واقعا د سولې د خبرو اترو له پاره جدي دی.»

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې حکومت باید د دوی نیول شوي بندیان آزاد کړي او دا خبره وښيي چې د افغانستان پولې ته څیرمه له قبایلي سیمو څخه خپل سرتیري باسي. هغه وړاندې وویل: «که چیرې حکومت دغه دوه گامونه پورته نه کړي نو د سولې په خبرو اترو کې به کوم پرمختگ و نه شي.»

آیا پوځ به له قبایلي سیمو څخه وتلو ته چمتو وي؟

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امنیتي چارواکو او وسلوالو قوماندانانو ویلي دي چې تیره اوونۍ طالبانو او پوځ یو لږشمیر بندیان د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو په موخه تبادله کړي دي، خو د پاکستان پوځ بیا دغه رپوټونه ردوي.

د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د وسلوالو یاغیانو پر ضد ډیر شمیر پوځي عملیات تر سره کړي دي
د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د وسلوالو یاغیانو پر ضد ډیر شمیر پوځي عملیات تر سره کړي ديانځور: Naseer Mehsud/AFP/Getty Images

پر دې سربیره دا خبره هم معلومه نه ده چې ایا د طالبانو دا غوښتنې د پاکستان پوځ ته د منلو وړ دي که نه. له طالبانو سره د جگړې پر مهال د پاکستان پوځ په زرونو سرتیري وژل شوي دي او په دغه هیواد کې پوځ ته د یوې پیاوړې ادارې په توگه کتل کیږي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر پرویز خټک، د شنبې په ورځ په تدریجي توگه له ملاکنډ ایجنسۍ څخه د پوځ د راایستلو خبره کړې وه.

د وسلوالو له لوري بریدونه ادامه لري

د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې یو شمیر پوځي عملیات تر سره کړي دي، خو په بشپړه توگه د دغو ډلو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی او وسلوالو یاغیانو خپلو چریکي بریدونو ته ادامه ورکړې ده. پوځي چارواکو د نوم د نه افشا کولو په شرط نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې یو تن سرتیری وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی. شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعدې د جنگیالیو پوخ سنگر گڼل کیږي.

د سولې د خبرو اترو په هکله شک او تردید

ډیر شمیر شنونکي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو تر سره کیدو ته د شک په سترگه گوري، ځکه چې تر دې د مخه هم د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې ناکامه شوي دي. انتقاد کوونکي وایي چې د دغو جوړ جاړیو په ترڅ کې یاغیانو ته د بیا منظمیدو او د هیواد پر وړاندې جگړې ته د ادامې ورکولو فرصت په لاس ورځي.

انتقاد کوونکي دا هم وایي که چیرې طالبان د خبرو اترو میز ته کښیني هم، نو هغوی به په څه ډول سره یوې روغې جوړی ته غاړه کیږدي. پر دې سربیره که چیرې دواړه اړخونه کوم جوړ جاړي ته ورسیږي، نو دا خبره معلومه نه ده چې طالبان به هغه په خپل لور کې څرنگه نافذوي، ځکه چې په قبایلي سیمو کې د طالبانو ډیر شمیر ډلې موجودې دي او هر یو یې بېلابېل دریځونه لري.