1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوال کچه لوړه شوې

خلیل الرحمان امید۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ د نړیوالې ادارې یا IMS څانګې د پنجشنبې په ورځ د افغان خبریالانو پر کړکیچن حالت اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل چې هر کال په دغه هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې ننګونې او ګواښونه ډیریږي.

https://p.dw.com/p/1C94p
انځور: Fotolia/wellphoto

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر نجیب شریف، د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې له دوی سره د روان کال له پیله تر اوسه پورې د خبریالانو د ګواښونو پنځوس او د مړینې پنځه قضیې ثبت شوې دي.

د ده په وینا د ثبت شویو پیښو له ډلې څخه ۶۳ سلنه یې د امنیتي ځواکونو له لوري رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړه: «لوی لامل یې د خبریالانو له حقونو څخه د امنیتي چارواکو نا خبري ده. دا په داسې حال کې ده چې د هغوی مکلفیت دا دی چې له خبریالانو سره د رپوټ په برابرولو کې مرسته وکړي. خو هغوی دا پوهاوی نه لري.»

هغه همدا شان وویل چې پاته ۳۷ سلنه تاوتریخوالی د نامعلومو کسانو او وسلوالو طالبانو له خوا د خبریالانو پر وړاندې رامنځ ته شوې دي. د شریف په وینا داسې بریښي چې ۲۰۱۴ کال به نور هم له خبریالانو سره له تاوتریخوالې ډک وي ځکه تر اوسه یې شپږ میاشتې نه دي پوره شوې.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، ولسمشر حامد کرزي ته یو پرانستی لیک هم استوي چې په اړه یې د یادې کمیټې ویاند قدیم وړیاړ، وویل: «د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یو کمپاین په لار اچولی دی چې ۶۰۷ تنو خبریالانو او د مدني ټولنو استازو له ټول هیواد څخه په کې ګډون کړی دی او دا لیک یې لاسلیک کړی. د کمپاین په پای کې موږ یو پرانستی لیک د افغانستان د ولسمشر په نوم په خپله ولسمشر، ملي شورا، سترې محکمې او نورو اړوندو ادارو ته استو چې د رسنیو په قانون کې د دریو نورو مادو د زیاتیدو غوښتنه هم پکې شوې ده.»

په یادو دریو مادو کې افغان حکومت مکلف شوی چې د خبریالانو د خوندیتوب له پاره لازم تدابیر ونیسي. پر دې سربیره له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین په ګوته او هغوی ته سزا ورکړي او همدا شان د خبریالانو د حقونو په اړه حکومتي کارکوونکو ته معلومات ورکړي.

په دغه لیک کې د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت باندې نیوکه شوې ده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې د امنیتي ارګانونو او خبریالانو د همغږي کولو له پاره هیڅ نه دي کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب