1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ختیځ آلمان استخباراتي موزيم غلو وهلی

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د پخواني ختیځ آلمان د استخباراتي ادارې له موزيم څخه پخواني يادگاري توکي، مدالونه او گاڼې غلا شوي دي. څو ورځې ترمخه بيا د آلمان د دريسدن ښار د خزانو له موزيم څخه هم غلا شوې وه.

https://p.dw.com/p/3U54O
Deutschland StasiMuseum in Berlin
انځور: Imago Images/J. Ritter

د پخواني ختيځ آلمان د ملي امنيت وزارت (شتازي) د موزيم چارواکو د يکشنې په ورځ ويلي دي چې دغه موزيم ته د شپې غله ننوتلي ول او يو شمير توکي یې له ځانه سره وړي دي.

په دې موزيم کې چې د «شتازي موزيم» په نوم ياديږي، د پخواني شرقي آلمان د مخفي پوليسو ځیني توکي ساتل شوي دي. د هغه وخت دغه پوليس ډېر بدنام ول او کړنې یې ډېر وحشيانه بلل کیږي.

پوليسو وويل چې غله د موزيم د لومړي پوړ د کړکې له لارې داخل شوي ول او بيا یې د يو شمير ښيښه يي آلماريو په ماتولو سره مدالونه او گاڼې وړې دي. دا روښانه شوې نه ده چې غله د شپې پر څو بجو موزیم ته داخل شوي ول. د موزيم يوه کارکوونکي بیا د يکشنبې پر سهار د ماتو شويو ښيښو په ليدو سره پوليسو ته خبر ورکړی وو.

د موزيم مشر يورگ دراېسلمن، د «تاگس شپيگل» ورځپاڼې ته ويلي دي چې په غلا شويو توکو کې له سرو زرو جوړ شوي مډالونه شامل دي. په دې غلا شويو مډالونو کې د شرقي آلمان تر ټولو ستر، د کارل مارکس مډال هم شامل دی.

دراېسلمن زياته کړه چې په غلا شويو توکو کې گوتمۍ او ساعتونه هم شامل دي چې دا هغه شخصي توکي ول چې دغه استخباراتي ادارې له ځينو شخصي کسانو څخه غلا کړي ول. د برلين ديواله تر نړيدو وروسته هڅه شوې چې دغه غلا شوي توکي بيرته خپلو مالکانو ته وسپارل شي خو دغه کوښښونه تل بريالي نه ول.

Einbruch Grünes Gewölbe Dresden
څو ورځې تر مخه د آلمان د خزانو ميوزيم هم غلو وهلی وو او ډېر قيمتي توکي یې له ځانه سره وړي ولانځور: picture-alliance/dpa/Jürgen Karpinski/Grünes Gewölbe/Polizeidirektion Dresden

هغه وويل: «دا ډېري سترې خرانې نه دي. خو دا د تاريخ  يو ميوزيم دی او دا تمه مو نه درلودله چې غلا به ترې وشي.»

په يوه اوونۍ کې دويمه ستره پېښه

شپږ ورځې تر مخه د درېسدن ښار د خزانو موزم هم غلو وهلې وو. غلو دغه موزيم ته تر ننوتلو مخکې بريښنا قطع کړې وه او بيا د کړکۍ له لارې داخل او د ۱۸مي پيړۍ ډېر گران بيه آلماس یې يووړل. په دې غلا شويو توکو کې يو ۴۹ قراطه مشهور آلماس هم شامل دی چې د زاکسن د پاچا اوگستوس دويم ملکيت وو.

د درېسدن پولیسو د غلا شويو خزانو په اړه د معلوماتو د ورکړې په بدل کې د ۵۰۰ زره يورو انعام هم ټاکلی دی. خو داسې انديښنه څرگنده شوې چې دغه گاڼې ښايي هیڅکله و نه موندل شي.

د گاڼو د ناقانونه تجارت په ترڅ کې په عمومي ډول ستر آلماسونه ټوټه کيږي او سملاسي پر مشتريانو پلورل کيږي، څو بيرته موندل او پل پسې نيول یې امکان ونه لري.

bs/nz (dpa, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: