1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خفگان په خاطر مرگ؟

آژانسونه/ محمد قاسم نوري۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

تر هغه وروسته چي وويل سوه، کيدای سي ايربس A320 مسافر وړونکي الوتکي ته قصداً سقوط ورکول سوی وي، جرمن وينگز شرکت ټينگار وکړ: د مرستيال پيلوټ دغه شکمن عمل «بېخي د توضيح» نه دی. خو ايا دا خبره سمه ده؟

https://p.dw.com/p/1EyJn
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې په جنوب کي د سقوط ورکړل سوي «جرمن وينگز» الوتکي د ږغ ثبتولو آله د نه منلو وړ خبره رسوا کوي. اوس ويل کيږي چي مرستيال پيلوټ هسپانيا له برسيلونا څخه د جرمني دوسلدورف هوايي ډگر ته مسافر وړونکي الوتکي ته، چي پکښي۱۵۰ کسان سپاره ول، قصدأ سقوط ورکړل سوی دی. خو پوښتنه دا ده، چي ولي يې سقوط ورکړی دی؟

د جرمن وينگز د اصلي شرکت لوفت هانزا مشر، کارسټن سپور د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ مياشتي ۲۶مه) بې دې چي دليل ئې ووايي د مرستيال پيلوټ د ښووني او روزني د څو مياشتني څنډ خبره وکړه. خو هغه وويل چي مرستيال پيلوټ «سل په سل کي الوتکي ته پرواز ور کولای سوای.»

د جرمن وينگز سقوط: په کابين کي ځان وژنه

المانۍ ورځپاڼه «بيلډ» د سرچينو د معلوماتو په حواله ليکي چي ۲۷ کلن اندرياس اَيل سخت ډيپرېشن(خفگان) لاره. هغه په دې وروستيو کي هم تر منظمي درملني لاندي وو.

دا مفکوره چي مرستيال پيلوټ به ډيپريشن لاره، تر دې دمخه هم په نورو رسنيو کي راغلې وه. د الوتکي د ترهگر سقوط علايم وجود نه لري او د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير هم دغه خبره تائيدکړې وه.

څارنوالۍ د مرستيال پيلوټ کورونه پلټلي دي

د فرانسې د عدلي مقاماتو په غوښتنه د جرمني لوی څارنوالي په کوبلينڅ او دوسلدورف کي د مرستيال پيلوټ دواړه کورونه تلاشي کړل خو د دوسلدوف څارنوالۍ ويلي دي چي د خېړنو پايلي يې وخت غواړي.

د فرانسي د لوي څارنوالۍ يوه چارواکي بريک روبين د پنجشنبې په ورځ وويل: «زه گومان کوم چي پيلوټ د کابين دروازه وتړله او هغه بټن يې وواهه، چي الوتکه مخ پر کښته بيايي.»

د مرستيال پيلوټ له خوا د دغي غميزي تر رامنځ ته کيدو وروسته د نړيوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) د پيلوټانو د منظمو خاصو طبي معايناتو غوښتنه وکړه. د ملګروملتونو دغه سازمان ويلي دي چي پيلوټان بايد هم له رواني او هم له جسمي پلوه معاينه سي.

په الوتکه کي تبر

ويل کي چي تر کابين دباندي بند پاته سوي پيلوټ کوښښ کړی دی چي په تبر سره د کابين دروازه ماته کړي او لوتکه له سقوطه راوگرځوی. امنيتي چارواکو ويلي دي چي پيلوټ په الوتکه کي د عاجل وخت له پاره د پاکارېدونکي تبر څخه کار اخيستی دی خو بريالی سوی نه دی.

د جرمن وينگس يوه وياند تائيد کړې ده چي د ايربس A320 مسافر وړونکي الوتکي په امنيتي تجهيزاتو کي تبر هم شامل دی.

په امريکامتحدو ايالاتو کي د۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي تر ۱۱ پيښي وروسته د الوتکي د کابين دروازې نوري هم ټينگي جوړي سوي دي، څو يو څوک ونسي کولاي کابين ته ورننوزي.