1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خليج په هيوادونو کي نوي مينځي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د افريقا، هند او ختيځي آسيا د هيوادونو ډيری اوسيدونکي د ښه ژوند موندلو لپاره بهر ته تللي دي...

https://p.dw.com/p/N5tH
د کورنيو خدمتګارو ستونزه يوازي په سعودي عربستان کي نه، بلکي په نورو هيوادونو کي هم سته
د کورنيو خدمتګارو ستونزه يوازي په سعودي عربستان کي نه، بلکي په نورو هيوادونو کي هم ستهانځور: GTZ

يوه له هغو سيمو څخه چي د کار پيدا کولو موخه ده او په زرهاوو ښځي او نارينه يې په ځان پسي کش کړي دي، منځنی ختيځ په تيره بيا سعودي عربستان او د خليج نور هيوادونه دي، چي ډيری کسان د کار د موندلو او له بېوزليتوب څخه د تيښتې د يواځيني امکان په توګه هلته ورځي.

د خليج په هيوادونو کي ټول1,5مليونه تنه د خدمتګارو په توګه کار کوي. ناوړه چلند د دوی د ډيرو لپاره ورځنۍ چاري ګرځېدلي دي.په ځينو حالاتو کي دوی حتي وژل کيږي.

يوه کينيايي چې له مرګ څخه ژغورل سوې ده وايي، «زه نوې د کار لپاره دلته راغلې وم. زه نه پوهيدم چي د کور مېرمني زه تر څلورم پوړه څارلې وم. ما غوښتل هلته مينځل سوي کالي هوار کړم. ما دا نه وه ليدلې او نه پوهيدم، چي څوک په پټه راپسې دي او غواړي،چي ما له برنډې څخه لاندي وغورځوي. پوهيږۍ څه وايم؟ ناببره مي احساس وکړی، چي ټيل وهل سوم او څو ثانيې وروسته لاندي پرته وم. تر دې بيا ناوړه دا، ول وروسته له هغه چي زه يې له برنډې څخه لاندې وغورځولم، چيغي يې کړې... مړه سه... مړه سه... يوازي د خدای له مهربانۍ نه زه ژوندۍ پاته سوم، ځکه زه د اوبو په ډنډ کې لويدلې وم.»

فاطمه عثمان چې 26 کاله عمر لري، او کينيايي ده، دغه شيبه هيڅ هم نسي هيرولای. د دغې پيښې له کبله دا د ټول عمر لپاره معيوبه سوه او د نورو مرستي ته اړتيا لري. اوس دا د خپلي کورنۍ د غړو په مرسته ژوندکوي. دې يو کال مخکي په کينيا کي خپله کورنۍ د کار په لټه پرې ايښې او سعودي عربستان ته تللې وه. دې غوښتل، چي له دې لارې په کينيا کي له خپلي کورنۍ سره مالي مرسته وکړي. د دې پر ځای چې دا وکړای سي له خپلي کورنۍ سره مرسته وکړي، د درملني پيټی دوی پر خاورو کښېنولي دي.

د حقونو د نړيوالي ساتونکي ټولني د څېړني له مخه په سعودي عربستان کي يو نيم مليون نجوني په کورونو کي په کار بوختي دي. د دوی له ډلي څه نا څه 900 زره تنې د فاطمې عثمان په برخليک اخته دي. له دې امله د بشري حقونو ساتونکي ټولني د رياض له حکومت څخه غوښتنه کړې، چي د کار نوی قانون تصويب کړي.

د دې ټولني د المانۍ څانګي څخه کريستوف وايي،د کورنيو خدمتګارو ستونزه يوازي په سعودي عربستان کي نه، بلکي د نړۍ په نورو هيوادونو او تر ټولو مخکي په کويټ کي هم سته. سعودي عربستان د سيمي يوازنی هيواد نه دی، چي ډيري کورنۍ خدمتګاري پکښي سته، بلکي سعودی عربستان د هغو هيوادونو له ډلي څخه دی، چي له انساني حقونو څخه دفاع پکښي لږ وده کړې ده.»

په سعودي عربستان کي ډيرو خدمتګارو ښځو کومه ځانګړې روزنه او زده کړه نه ده کړې او نه په عربي ژبه پوهيږي. د بشري حقونو مدافعانو ته دا په دې معنا ده چي لا هم بايد ډير کارونه وسي.

نينسی ويوا/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل