1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوراکي مرستو له پاره نورو پيسو ته اړتيا ده

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

دا چې د افریقا په ساحل کې له لوږي سره له مخامخ کسانو سره مرسته وشي، ملگري ملتونه پخپله هم په څرگند ډول د نړیوالي ټولني په مرستو پوري تړلي دي. په دې ترڅ کې ملگرو ملتونو او اروپایي ټولنې یوه گډه پروژه پيل کړې ده.

https://p.dw.com/p/1B2Jd
انځور: picture-alliance/dpa

ملگرو ملتونو او د اروپایي ټولني کمېسیون د افریقا د ساحل د نزدې۲۰ میلیونه خلکو له پاره د خوراکي موادو يوه پروژه وړاندي کړې ده. دغه درې کلنه پروژه په نهو افریقایي هیوادونو کې د پرمختیایي چارو د مرستو گډ اقدامات وړاندي کړي.

د بروکسل چارواکو د دې کال له پاره ۱۴۲ میلیونه يورو ځانگړي کړي دي. په دغه پروگرام کې د خوراکي موادو نړيوال سازمان (WFP) او همداشان د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) هم ونډه لري.

د خوراکي موادو او کرهڼي اداره (FAO) غواړي چې په ۲۰۱۴مېلادي کال کې د نړیوالو مرستو ورکوونکو هیوادونو څخه د مرستو په لومړي قسط کې نزدې دوه میلیارده امریکایي ډالر راټول کړي. د خوراکي موادو او کرهڼي ادارې عمومي مشر خوسې گراڅیانو دسېلوا، په روم کې پر نړیوالي ټولني غږ کړی دی چې د خپلي گټي په خاطر د لوږي د کړکېچ د مخنیوي له پاره پانگونه وکړي. تیر کال د اړینو مرستو چې ۱،۷ میلیارده ډالر ول، یوازي۶۰ سلنه برخه یې راټوله شوې وه.

په روان کال کې د خوراکي موادو د نړیوال پروگرام په مرستو کې یو میلیارد ډالره لږ دي. له دې امله د دغه ادارې مشره اېرتارین کوزن، دې ته اړه شوې ده چې په ټوله کې له هایتي، نایجیر، مالي او کینیا سره مرستي لږ کړي. د هغې په وینا د مرستو په پروگرام کې دغه تشه د سوریې د میلیونو انسانانو له لوږي سره د مخامخ کیدو له امله رامنځ ته شوې ده.

مرستو ته په عاجله توگه اړتیا ده

Klimawandel ist in der Sahel-Zone
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په بورکینا فاسو، کامرون، چاد، گامبیا، مالي، ماروتینیا، نایجیر، نایجیریا او په سینیگال کې پنځه میلیونه کوچني ماشومان له لوږي سره مخامخ دي. د ملگرو ملتونو د بېړنیو مرستو مشري والري آموس، د مرستو د پروگرام د وړاندي کولو پر وخت خبرداری ورکړ چې «تر ټولو زیات د افریقایي ساحل خلک له گواښ سره مخامخ دي.» هغې زیاته کړې ده چې کړکېچ مخ پر ډېرېدو دی.

د افریقایي ساحل ولس په تیرو وختونو کې په هرو لسو کالو کې له قحطۍ سره مبارزه کړې ده خو په اوسط ډول اوس هغوی په هرو دوو کلونو کې له قحطۍ سره مبارزه کوي، چې دې کار له بېړني حالت سر د مقابلې توانمندي په څرگند ډول کمزوره کړې ده.

د خوراکي موادو او کرهڼي ادرې د مشر گراڅیانو دسېلوا، په وینا تر ټولو اولنی لومړیتوب په راتلونکو اوونیو کې د سیمي له بزگرانو سره د کښت په برخه کي ملاتړ دی. هغه زیاته کړې ده: «دا زموږ مسوولیت دی چې د دې غم وخوړل شي چې راتلونکې اوچکالي یووار بیا په ستر بشري ناورین وا نه وړي.»