1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست مرکزي محبس بنديانو هم خولې وګنډلې

فريدالله ظاهر / خوست۱۳۹۳ مهر ۳, پنجشنبه

د خوست په مرکزي محبس کې سلګونه بندیانو له دې امله د نه خوړلو اعتصاب کړی، چې وایي د ولسمشر د بخښنې فرمانونه سم نه عملي کیږي. هغوی له دولته د زندانيانو لپاره د آسانتياؤ غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1DL06
انځور: DW/F. Zahir

د ياد محبس بنديان وايي چي د افغان ولسمشر له فرمانونو یوازې هغه کسان ګټه اخیستی شي، چې پیسې او یا واسطه ولري. په اعتصاب کوونکو بندیانو کې ځینو یې خپلې خولې ګنډلي او د چهارشنبې د ورځي (د سپتمبر ۲۴مه) راهیسې یې هیڅ خوراک نه دی کړی.

د خوست مرکزي محبس کې ۵۴۸ د سیاسي او جنایي جرمونو بندیان ساتل کیږي. د چهارشنبې د ورځې راهیسې د دې زندان ۳۹۴ بندیانو د خوراک د نه کولو په اعتصاب لاس پورې کړی.

په دوی کې داسې بندیان هم لیدل کیږي، چې خپلې خولې یې ګنډلي او وایي، تر هغې یې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، تر څو یې چې غوښنتې نه وي اوریدل شوي. بندیان وایي، د خوراک د نه کولو اعتصاب یې له دې امله کړی، چې د بندیانو لپاره د ولسمشر ځانګړي فرمانونه سم نه عملي کیږي.

« نور ستړی شوی يم»

یو تن بندي چې حیدرګل نومیږي، دویچه ویلې پښتو ویب پاڼې ته وویل، نور ستړي شوی او غواړي، په اعتصاب خپل غږ تر مسؤلو چارواکو ورسوي. هغه زیاته کړه: « حکومت جیلونه (زندانونه) ډک کړي دي، هر سړی زندان ته اچوي که مجرم وي او یا نه وي، بس که یو ځل ونیول شوې، نو که پیسې لرې بې ګناه یې خلاصیږې به، کنه خدای دې مل شه، په زندان کې پروت اوسه.»

یو بل تن بندي، ګل بهار چې په زندان کې ۷ کاله تیر کړي، په سیاسي جرم نیول شوی. هغه وایي، د بخنښې فرمانونه راشي، خو دوی نه پوهیږي، چې دوی ته ولې پکې کموالی نه راځي. ده وویل: « مخکې موږ تخفیف اخیستی، خو چې دا ۱۳۹۳ کال شروع شوی، د ولسمشر څو ځانګړي فرمانونه د بندیانو لپاره راغلل، خو موږ ته هیڅ ګټه نه ده رسیدلې. چې پوښتنه وکړو، د محبس مسؤلین راته وایي، چې فرمان مو تفسیر ته لیږلی، چې کومه بندیان ګټه ترې اخیستی شي، دا څنګه محکمه ده، چې تر اوسه فرمان نه معلوموي، چې چا ته جزا کمه کړي؟»

دغه بندیان زیاتوي، خپل اعتصاب ته دوام ورکوي، یا به مړه شي او یا به یې حکومت غوښتنې واوري. دوی دغه راز، له نوي افغان ولسمشر څخه غواړي، چې د بندیانو لپاره دې د لوی اختر په مناسبت عمومي عفوه اعلان کړي، او که داسې نشي کیدای، نو د دوی په قیدونو کې دې کموالی راولي.

Protest im Staatsgefängnis in Khost-Provinz
انځور: DW/F. Zahir

د عفوې غوښتنه

په همدې حال کې د خوست د مرکزي زندان مدیر سمونوال زلمی دلاور وایي، د بندیانو لپاره یې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د بندیانو د اعتصاب لامل، له نوي افغان حکومت څخه د بخښنې د فرمانونو زیاتوالی بولي.

نوموړي دویچه ویلې پښتو ویب پاڼې ته وویل: « بندیان د ولایت او د محبس د رهبرۍ سره هیڅ مشکل نه لري. د بندیانو غوښتنه ده، چې ولسمشر کرزی تش زندانونو ته راغلی و، او اوس باید زندان تش کړي، او که داسې ممکنه نه وي، نو نوی ولسمشر دې موږ ته یوه عمومي عفوه اعلان کړي، او يا دي مو سزا بیخي راته کمه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تیرو دوو ورځو راهیسې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې له دې امله بندیانو اعتصابونه پیل کړي، چې وایي، له یوې خوا یې د عدليي او قضایي ادارو لخوا په شفاف ډول په دوسیو کار نه کیږي او بل له نوي افغان حکومته د زندانیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.