1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست ولايت د باک ولسوال ووژل سو

۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبه

د خوست ولايت د باک ولسوالۍ ولسوال سيدمحمد په يوه وسله وال بريد کي هغه مهال ووژل سو، کله چي نن سهار له خپل کور څخه د دفترپر لور روان وو.

https://p.dw.com/p/Qyij
په دې عکس کي لنګۍ تړلی د خوست ولايت د باک ولسوالۍ ولسوال دی
په دې عکس کي لنګۍ تړلی د خوست ولايت د باک ولسوالۍ ولسوال دیانځور: DW

د خوست ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزي المان ږغ راډیو وويل، چي ولسوال سيد محمد په خپل شخصي موټر کي د دفتر خوا ته روان وو، چي تر بريد لاندي راغلی.

د هغه په خبره پېښه د باک ولسوالۍ د شبوخيلو په نوم سيمه کي را منځته سوې او سيد محمد تر سخت ټپي کيدو وروسته ساه ورکړې.

جنرال اسحاقزى زياتوي، چي تر اوسه يې د ولسوال د وژلو په تور څوګ نه دي نيولي. خو په وينا يې د بريد کونکو په نيولو پسي جدي هڅې رواني دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدران المان ږغ راډيوته وويل، چي سيد محمد د باک ولسوالۍ اجرايه رئيس وو، خو د ولسوال د نه شتون له امله د تېرو څو مياشتو راهيسې د باک ولسوالۍ د سرپرست ولسوال په توګه يې دنده ترسره کوله.

بله خوا وسله والو طالبانو هم دبريد مسؤليت په غاړه اخيستى. طالب وياند ذبيخ الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چي د خوست د باک ولسوال سيد محمد، د دوی ملګرو په يوه وسله وال کمين کي وژلى.

فريدالله ظاهر خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل