1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست ځاځي میدان ولسوال په یوه وسله وال برید کې وژل شوی

۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسوال عبدالحی ځاځی نن له غرمې وروسته د کابل پر لار په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3k8OZ
Infografik Karte Afghanistan mit Provinz Paktia und der Provinzhauptstadt Gardes DE

د پکتيا چارواکو ويلي دي چې پر ولسوال ځاځي باندي دغه بريد د دغه ولايت د تيري کنډو د کوترخانې په سيمه کې د کابل پر عمومي لار ترسره شوی دی.

د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل دویچه ویله ته تاید کړه چې په دغه وسله وال برید کې د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځي له یوه ساتونکی سره وژل شوی دی او دوه نور کسان ورسره ټپیان شوې دي.

د خوست والي ویاند طالب منګل هم تاید کړې ده، چې د خوست ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځي د کابل پر عمومي لاره په یوه وسله وال کمین کې وژل شوی دی.

د خوست ولایت حکومتي مسؤلینو ویلي چې عبدالحی ځاځي د خوست یو له تکړه ولسوالانو څخه وو چې د خوست په بېلابېلو ولسوالیو کې یې دندې ترسره کړي او اوسمهال د خوست ځاځي میدان ولسوال وو.

عبدالحی ځاځی پخوا هم له یو څو وسله والو بریدونو او بمي چاودونو ژوندی وتلی وو.

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستی.

فريدالله ظاهر/ خوست