1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خيبر په اجنسي کې تېره شپه ٢٠ تنه وژل شوي

۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبه

په هغو نښتو کې چې پرون راهيسې د افغانستان پولې ته نږدې د خيبر په قبايلي سيمو کې د دوو دښمنو وسله والو ډلو ترمنځ روانې دي، تر اوسه پورې لږ تر لږه ٢٠ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپي شويدي.

https://p.dw.com/p/DjVl
انځور: picture-alliance / dpa

نښته د لښکر اسلام او قومي وسله والو تر منځ پرون د چهارشنبې په ورځ پيل او تر نن سهاره پورې لا روانه وه.

د جيو خبري چنل بيا دا خبر خپورکړی، چې دواړو اړخونو يو د بل پر مورچلو باندې د راکټو او هاوانو ډزې کړېدي. لښکر اسلام د منگل باغ ملا تر مشرتابه لاندې دئ، څوک چې د سني مسلمانانو د ديوبندي له اړخه نه راځي او د طالبانو مشرتابه هم له همدې څانگې سره اړوند لري.

د دې جگړو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانسپورتي لاره هم بنده وه.