1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خپل ټاټوبي څخه تيښته نوره هم ډيريږي

۱۳۸۷ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د آلمان خبري آژانس dpa پرون د سه شنبې په ورځ يو رپوټ خپورکړی ...

https://p.dw.com/p/EMJT
د ملگرو ملتونو د مهاجرينوکميسار انتونيو ګوټرس
د ملگرو ملتونو د مهاجرينوکميسار انتونيو ګوټرسانځور: picture-alliance/ dpa

اووايي چي په نړۍ کښي دکډوالو او پناه غوښتونکو شمېر لا هنوز هم ورځ په ورځ زياتېدونکی دئ . د دې زياتوالي علتونه سياسي لانجې او هم طبيعي ناورينونه او ناخوالې دي . د دې رپوټ له قوله پروسږکال يعنی په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د کډوالو او بې کوره کسانو شمېر تر ٣٥ مليونو اوښتی ؤ،او دا دوهم کال ؤ چي پرله پسې دا شمېر زياتيږي .

د پروسږ کال په پای کښي د ملگرو ملتونو د مهاجرينو ادارې UNHCR د خپلو هېوادوڅخه دباندي د تښتېدلو او بې کوره سوو کسانو شمېر ١١،٤ مليونه ،او د خپلو هېوادونو د ننه د بې کوره سوو شمېر ٢٦ مليونه ښوولی دی . يو کال دمخه يعنی په ٢٠٠٦ ميلادي کال کښي دا اندازه په ترتيب سره ٩، ٩ مليونه او ٢٤ مليونه وه .

په تېر کال کې د پناه غوښتونکو شمېرهم، لکه څرنگه چي مو مخکي يادونه وکړه،ډير سوی دی .

د ملگرو ملتو دغې مرستندويه ادارې په خپل رپوټ کښي چي پرون د سويس د ژنيو په ښار کې خپور سوی، يوازي هغه کسان په دې شمېر کښي نيولي، چې د طبيعي پيښو اوآفاتو، جگړو او کورنيو جنګو څخه تښتېدلي دي . په دوې کښي لا دغربت او لوږي څخه بېځايه شوي کسان په نظر کښي نه دي نيول سوي .

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره UNHCR د ټولو بېځايه سوو کسان اندازه 31,7 مليونه اټکل کوي . په دې اندازه کې بيا 4,5 مليونه فلسطينيان نه دي نيول سوي .

د UNHCR لخوا د جون شلمي ورځي ته د کډوالو د نړيوالي ورځي په مناسبت، د يوې ټولپوښتني په نتيجه کې ويل شوي، چې گڼ شمېر مهاجرين د افغانستان او عراق څخه دي ،چې بيا هم په ترتيب ٣ مليونه او ٢ مليونه ياد سوي دي . په دوی پسې ٥٥٢٠٠٠ تنه د کولمبيا، ٥٢٣٠٠٠ تنه د سوډان او ٤٥٧٠٠٠ تنه د سوماليې څخه دي .

په تېر کال کي د پاکستان، سوريې، ايران او آلمان هېوادو تر بل هر هیوادډېر مهاجرين ورپرې ايښي دي . د هغو هېوادنو په جمله کښي چي د ملک د ننه کډوال لري، کولمبيا د درو ميلونو په درلودلو سره لومړۍ، عراق د ٢،٤ مليونو په لرلو سره دوهمه او د کانگو دموکرات جمهوريت د١، ٣ مليونه مهاجرينو به درلودلوسره په دريمه درجه کښي راځي.

همدا ډول تر څلورو کالو وروسته پروسږکال يعني ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د اولي پلا د پاره بيا ډيرو کسانو د پناه ورکونې غوښتنې کړي دي . د پناه غوښتني د ادارې د معلوماتو له مخې دغه تعداد تقريبآد پنځو فيصدو په زياتوالي سره ٦٥٠٠٠٠ انسانانو ته رسېدلی ؤ. د دغه ډيروالي علت هم د عراق جگړې دي . د پناه غوښتونکو څخه په تېر کال کې ٢٠٩٠٠٠ قبول ، او ٢٥٩٥٠٠ تنه ردسويدي .

UNHCR وايي چي په ١٥٤ هېوادونو کې ٦٤٧٢٠٠ تنه پناه غوښتونکو پناه ورکړيده . پناه غوښتونکي اکثرآ د عراق (٥٢٠٠٠ تنه)، سوماليې (٤٦١٠٠ تنه)، ايريتريا (٣٦٠٠٠ تنه)، کولمبيا (٢٣٢٠٠ تنه)، روسيې (٢١٨٠٠ تنه)، حبشې (٢١٦٠٠ تنه) اوزيمبابوې څخه ٢٠٧٠٠ تنه وه ،او تر ټولو ډير د امريکې متحده ايالتونو(٥٠٧٠٠ تنه) او په دوهمه درجه کښي جنوبي افريقا(٤٥٦٠٠)ته تللي دي . تر دوی وروسته سويډن، فرانسه، برطانيه، کاناډا او يونان راځي. آلمان په اتمه درجه کي راځي.