1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خیبر پښتونخوا سلمانیان نور فیشني ږیرې نه جوړوي

۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

په خیبر پښتونخوا کې سلمانیانو اعلان کړی دی چې نور په خپلو دوکانونو کې خلکو ته فیشني ږیرې نه ورجوړوي. د هغوی په خبره د فیشیني ږیږې اصلاح د اسلامي احکامو سره اړخ نه لګوي.

https://p.dw.com/p/2tp5t
Pakistan Barbier Barber Friseur Bärte Bart
انځور: Getty Images/A. Majeed

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغسې یوه پریکړه څه د پاسه یوه لسیزه تر مخه هم هغه مهال شوې وه چې د طالبانو په گډون یاغي ډلو سلمانیانو ته د فیشیني ږیرو د ورجوړولو په هکله خبرداری ورکړی وو.

د سلیماني هیر ډریسر ایسوسي ایشن، یا اتحادیې مشر شریف کاهلو، په یوه خبري کانفرانس کې وویل: «د ږیرو بیلا بیل ډولونه جوړول د اسلام د پيغمبر د سنتو خلاف کار دی.»

کاهلو وویل چې نور په زرونو سلمانیان چې د دوی د اتحادیي غړي دي دغې پریکړې ته د ژمنتيا خبره کړې ده. د هغه په خبره په ټول ایالت کې به د سلمانیانو په دوکانونو کې د مشتریانو د معلوماتو له پاره دغسې یوه خبرتیا ځوړنده شي.

کاهلو دا خبره رد کړه چې ګنې د کومې وسله والې ډلې له لوري د دغه ګام د اخیستو له پاره پر فشار اچول شوی. د سلمانیانو د اتحادیې مشر وویل: «موږ د ایالت (خیبر پښتونخوا) د ټولو سترو ښارونو او ولسوالیو له ځایي ادارو سره ولیدل او ټولو موږ ته د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ راکړ خو له دې یي ډډه وکړه چې دغه څه رسمي کړي.»

په تیرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې یاغیانو د سلمانیانو پر دوکانونو حملې کړې وې او د ږیرې خریل یې غیر اسلامي بللي ول.

نوموړي خبري آژانس لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان په سترو ښارونو لکه کراچۍ او لاهور کې د نارینه وو تر منځ دا دود شوی چې د نوي فیشن له پاره د نارینه وو آریشګاوو ته ځي. زیاته شوې ده چې دغه دود د منځني قشر تر منځ زیات لیدل کیږي.

زموږ له ارشيف څخه: