1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داخلي بریدونو د مخنیوي له پاره د بریتانیې اقدامات

۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ، ویلي دي چې هیواد یې په افغانستان کې په خپلو سرتیرو باندې د داخلې بریدونو د مخنیوي له پاره په خپلو اقداماتو کې ډیروالی راوستی دی.

https://p.dw.com/p/16cKs

په اصطلاح «داخلي» بریدونه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو ځواکونو تر سره کیږي په روان کال کې د ۱۱ تنو بریتانوي سرتیرو ژوند اخیستی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ، د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د نوامبر دمیاشتې دویمه» ویلي دي چې هیواد یې پر خپلو سرتیرو د «داخلي بریدونو» د مخنیوي له پاره په اقداماتو کې ډیروالی رواستی دی. ویلیم هیگ، چې د دغه هیواد د پارلمان استازو ته یې د افغانستان په هکله تازه معلومات ورکول وویل چې بریتانیا له ائتلافي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د داخلي بریدونو د راټیټولو له پاره له نزدې څخه خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

هیگ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لیکو ته د جذب پروسه نوره هم سخته کړای شوی ده او پر دې سربیره د جاسوسي ضد اقدامات هم پیاوړي کړای شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبره ټینگار وکړ چې د افغان پوځ د روزنې پر وخت پر بهرنیو باندې داخلې بریدونه د یوې «استثنی» په توگه پاتې کیږي او د افغانستان په اړه د بریتانیا او متحدینو په ستراتیژی کې کوم بدلون نه راځي. هغه وویل: «تقریبا په ټوله کې زمونږ د ځواکونو زیاتره برخه له خپلو افغانو همکارانو سره په ښه توگه کار کوي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «د افغانستان امنیتي ځواکونه مخ پر زیاتیدونکي توگه ورځ تر بلې د یاغیانو پر وړاندې د جگړې په لومړي خط کې ځای لري او هغوی هم د داخلي بریدونو له گواښ سره مخامخ دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم په هلمند ولایت کې یو تن چې د افغانستان د پولیسو یونیفورم یې پر تن وو، دوه تنه بریتانوي سرتیري په ډزو وژلي وو. تر دغه پیښې یوه اونۍ تر مخه هم په ورته یوه برید کې یو بهرنی سرتیری او ښځینه ډاکټره وژل شوي وو.

په روان کال کې په داخلي بریدونو کې د ۱۱ بریتانیې سرتیرو وژل کیدل، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د مرگ ژوبلې پنځمه برخه جوړوي.

dpa/ سید ریاض
کتونکي: گل غوټۍ پوپل