1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش دوهم مشر وژل شوی دی

۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

خبري آژانسونو د جمعې په ورځ د داعش د دویم کس د وژل کیدو خبر خپور کړ. ویل شوي دي چې دغه کس په سوريه کې د امریکا متحدو ایالاتو د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1IJx6
په سوريه کي د داعش جنگيالي
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) دغه لوی قوماندان عبد الرحمان مصطفی القدولي، نومیدی. د هغه د مرګ خبر امریکايي رسنیو NBC او «دیلي بیست» د داسې چارواکو په حواله چې نوم یې نه دي اخسیتل شوی، ورکړی دی.

تمه کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، دغه خبر په راتلونکي خبري کنفرانس کې افشا کړي.

د Fox News خبري رسنۍ د راپور له مخي القدولي د پنجشنبې په ورځ په سوريه کي د وژل سوی دئ.

تر دې مخکې په ۲۰۱۵م کال کې امریکا متحدو ایالاتو د دغه کس پر سر اووه میلیونه ډالره انعام ایښی وو. تر دې مخکې هم د دغه کس د وژل کیدو خبرونه خپاره شوي ول.

تمه کیږي چې کارتر به په خپل کنفرانس کې د ترهگري ډلي داعش د نورو قوماندانانو د وژل کیدو په اړه هم معلومات ورکړي.