1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د داعش فرانسوي او نور جنګيالي افغانستان ته رسېدلي»

۱۳۹۶ آذر ۱۹, یکشنبه

عراق د داعش پر وړاندې د جګړې پای اعلان کړ، خو اوس په افغانستان کې د فرانسوي او الجریايي جنیګالیو د حضور رپوټ ورکړل شوی. اروپايي چارواکي وايي چې د دې ډلې ایدیولوژي لا هم نړیوال امنیت ته د یوه ګواښ په توګه پاتې دی.

https://p.dw.com/p/2p6Oz
Taliban-Kämpfer
انځور: AP

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۰مه نېټه) د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر وړاندې د جګړې د پای اعلان وکړ او ویې ویل چې د عراق پوځ د سوریې د پولې د سیمې کنترول بیرته په خپل لاس کې اخیستی دی.

عبادي په بغداد کې په یوه خبري ناسته کې یادې ډلې ته د هغوی د عربي نوم د کارولو په اشارې سره وویل چې: «زموږ ځواکونه د عراق او سوریې د پولې پوره کنترول په لاس کې لري او زه له همدې امله د داعش پر ضد د جګړې د پای اعلان کوم.» د عراق لومړي وزیر زیاته کړه چې زموږ دښمن غوښتل چې زموږ تمدن ووژني خو موږ د خپل یو والي او ټینګ تعهد پر مټ دوی مات کړل او په لږ وخت کې بری زموږ په برخه شو.

عبادي د عراق خلکو ته په تلویزیوني وینا کې همدا راز وویل چې «د عراق جنډه د عراق په ټوله خاوره او د دې هیواد پر پولو په تر ټولو لیرې پرتې امنیتي پوستې باندې رپیږي.»

د عراق د پوځ یو جګپوړي قوماندان ډګر جنرال عبدالعامر رشید یار الله همد دې ته ورته یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د هیواد پوځ یې د عراق ټوله خاوره آزاده کړې ده.

د امریکا له لوري د بریا لمانځنه

د امریکا متحده ایالاتو د اسلامي دولت له لوري د «مضر اشغال» پای ته رسول ستایلي دي خو خبرداری یې ورکړی چې یاده جنګیالۍ ډله لا هم یو تهدید دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر نویرت یادې ترهګرې ډلې ته د مخفف په کارولو سره وویل: «د عراق د دولت اعلان د دې زیګنال ورکوي چې په عراق کې د خپل اسلامي خلافت دعوه کوونکي ډله اسلامي دولت یا «داعش» وروستي پاتې شوني هم له منځه وړل شوي او په دې سیمو کې اوسیدونکي خلک اوس د داعش له ظالمانه کنترول څخه آزاد شوي دي.»

د نویرت په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز ویلي چې «د امریکا متحده ایالات د عراق له حکومت سره همنظره دي چې د عراق آزادي په معنی نه ده چې له ترهګرۍ او ان د اسلامي دولت پر وړاندې جګړه په دې هیواد کې پای ته رسیدلې.»

د الحشد الشعبي په نامه د نیمه ملیشه ځواکونو په ډله کې دوهم سړی ابو مهدي المهندس چې د داعش پر ضد په جګړه کې د عراق له پوځ سره یې په ګډه جګړه کړې هم په دې باور دی چې داعش مات شوي خو له منځه نه دي تللي. المهندس په دې هکله ویلي چې «دوی [داعش] لا هم په ځینو سیمو کې حضور لري او د دوی غړي [جنګیالي] په دې هڅه کې دي چې د ملکیانو په منځ او په کلیو کې ځانونه داخل کړي. اسلامي دولت یا داعش خپلې لارې ته تغیر ورکړی دی.»

په افغانستان کې د داعش حضور

په عین وخت کې ګڼ شمیر نړیوالو او افغان سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې له سوریې څخه راغلي فرانسوي او الجریايي جنګیالي اوس د افغانستان په شمال کې د دې ډلو له لیکو سره یو ځای شوي دي. د دوی په وینا داعش د افغانستان د شمال په ځینو سیمو کې تازه اډې او مرکزونه جوړ کړي دي.

په دې سره نو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فرانسوي جنګیالیو حضور ثبتیږي او دغه څه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې شنونکي وړاندیز کوي چې دې جنګ ځپلي هیواد ته د بهرنیو جنګیالیو راتګ په سوریه او عراق کې د دوی له ماتې وروسته تر سترګو کیږي.

په عین وخت کې دغه پدیده د فرانسې له پاره هم د اندیښنې یو نښه ده، داسې یو هیواد چې په اروپا کې د ۲۰۱۵م کال راهیسې یې د اسلامي دولت څخه الهام اخیستونکي تر ټولو بد خونړي پیښې تجربه کړي دي. د شمالي ولایت جوزجان د درزاب ولسوالي ولسوال باز محمد داور په دې هکله ویلي چې «د نومبر په میاشت کې یو شمیر الجریايي او فرانسوي اتباع د دې ولایت درزاب ولسوالۍ ته چیرته چې داعش ډیر تسلط لري رسیدلې دي.» داور همدا راز زیاته کړې چې د دوی په ډله کې لږ تر لږه دوه میرمنې هم لیدل شوي کومې چې د تاجکستان، ازبکستان او چیچنیا هیواد د ژباړونکو سره په ګډه یې سفرونه کړي.

په کابل کې ځینو افغان امنیتي چارواکو او ځینو اروپايي چارواکو هم د [داعش په لیکو] د بهرنیو جنګیالیو د حضور په هکله د داور ادعا تائید کړې خو یو یې له پامه کار اخلي او وايي چې «موږ نه پوهیږو چې شمیر یې څومره دي.»

د داور په وینا د الجریايي جنګیالیو له ډلې څخه د درې لیدل شوو جنګیالیو په هکله داسې بارو کیږي چې دوی په سوریه او عراق کې هم پاتې شوي. نوموړی وړاندیز کوي چې دوی به ممکن په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګه په منځني ختیځ کې د دوی له اصلي ډلې سره ونښلوي.

د کلونو راهیسې په افغانستان ته بهرني جنګیالي راغلي دي او دغه لړۍ په ۱۹۸۰مو کلونو کې د پخواني شوروي پر وړاندې د مهاجدینو د جګړو نه نیولې تر وروستیو پورې د القاعدې تر حضور پورې ادامه درلوده. پنتاګون د د امریکا دفاع وزارت په دې هکله ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د جنګیالیو شمیر له ۱۰۰۰ څخه کم دی.