1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له بريدونو څخه خبرداری

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

په منځني ختیځ کې داعش ډلې په پوځي توگه ماته خوړلی ده خو د يوې ترهگرې ډلې په توگه اوس هم ډېره خطرناکه ده ـ په لويديځ کې هم. د آلمان د اساسي قانون د ساتني اداره هم په همدې نظر ده او علتونه یې په گوته کوي.

https://p.dw.com/p/3ISOm
Symbolbild IS Terror Europa
انځور: picture-alliance/chromorange/R. Peters

د آلمان د اساسي قانون د ساتني ادارې مشر توماس هالدنوانگ په برلين کې د دغه ادارې په يوه سيمنار کې چې «په سياسي افراطيت کې د خوزښت وړتيا» تر عنوان لاندې ترسره شو، د خپل سلف هنس جيورج ماسن برعکس نه يوازې پر اسلامپالو تندلارو بلکې پر ښي او کيڼ اړخه تندلارو هم د تمرکز خبره  وکړه.

خو له دې تغير سره سره هم نوموړی نه غواړي او نه هم کولی شي چې مذهبي انگیزه لرونکې روززياتی له پامه ورغورځوي. هالندوانگ وويل چې سړی بايد په دې ونه غوليږي چې داعش ډله په عراق او سوريه کې په پوځي توگه ماته شوې ده. هغه وويل چې داعش اوس د يوې ترهگرې ډلې په توگه عمل کوي. نوموړي په دې تړاو د سريلانکا بريدونه ته اشاره وکړه چې څو سوه کسان پکښې ووژل شول.

هالدنوانگ ويره څرگنده کړې چې دا بريدونه د نړۍ په نورو برخو کې د دې ډول بريدونو پر بالقوه ترسره کوونکو ښايي اغيز ورلري.

په آلماني ژبه تبليغات

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې يا استخباراتي ادارې دې مشر زياته کړې چې په لويديځه اروپا کې د داعش پلويانو په آلماني ژپه په ډېر شدت سره تبليغات او پروپاگند پېل کړی دی. هالندوانگ له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «په دې ترڅ کې د مخکې په څېر په لويدیځ کې پر هدفونو د بريدونو لارښوونه کيږي.»

Thomas Haldenwang beim Symposium «Mobilisierungsfähigkeit im politischen Extremismus»
د آلمان د استخباراي ادارې مشر توماس هالدنوانگانځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان د استخبارتي ادارې په آند اسلامپالي اوس هم د گوزار کولو  ښه وړتيا لري. په آلمان کې د دغه ډول وروستی بريد چې سختې پايلې یې لرلې د ۲۰۱۶م کال په دسمبر مياشت کې په برلين کې د کرسمس په بازار کې ترسره شو. تونسي پناه غوښتونکي انيس امري هغه وخت يوه لارۍ پر خلکو ور وځغلوله.

د هالدنوانگ اداره د ښي اړخه افراطيانو په اړه هم د يوه «نوي حرکت» شاهده ده. د نوموړي په حواله ښي اړخه افراطيان د داسې موضوگانو په انتخابولو سره چې په ټولو انسانانو پورې اړه لري، عادي وگړو ته د نزدې کيدو هڅه کوي او د منفي پروپاگند او ناسمو معلوماتو په ورکولو سره یې چاپيريال خراب کړی دی.

هالدنوانگ د مثال په توگه په ۲۰۱۸م کال کې د يوه آلماني تر وژل کيدو وروسته په کيمنڅ ښار کې د خارجيانو پر ضد له سختو مظاهرو څخه يادونه وکړه. د سوریې او عراق څخه پر راغلو مهاجرو د دې وژنې شک کيده. په دغه مظاهرو کې چې څو ورځې یې دوام وکړ ډېرو عادي وگړو او د آلمان له پاره بديل گوند (AfD) استازو برخه اخيستې وه.

هالدنوانگ وويل چې د خارجيانو او مهاجرو سره دښمنۍ په پارلمان کې هم د «ځينو مشخصو گوندونو» په موضوع بدله شوې ده. ټول پوهيږي چې د نوموړي اشاره د آلمان له پاره بديل گوند ته وه.

نوموړي وويل چې د دغه گوند د غونډي پر وخت به چې د جولای مياشتي له پاره په پام کې نيول شوي، پر دې نظر وساتي چې هلته څوک ورځي؟ څوک ورسره يووالی ښيي؟ څوک ترې فاصله نيسي او څوک هلته له افراطيت څخه خبر کوي؟ هالدنوانگ وويل چې دا غونډه به د استخباراتي ادارې له پاره «يوه ډېره جالبه سرچينه وي.»

B.S/N.Z (Marcel Fürstenau)

زموږ له آرشيف څخه: