1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش ناوې، ښایي په عراق کې له مرگ سزا سره مخامخ شي

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

د عراق لومړي وزیر ویلي دي چې په دې هکله به محکمه پریکړه وکړي چې آیا لیندا له داعش سره د ښکیلتیا له کبله د مرګ له سزا سره مخامخ کیدای شي که نه. دغه ۱۶کلنه آلمانۍ تیرکال له یو تندلاري سره تر اړیکو وروسته تښتیدلې وه.

https://p.dw.com/p/2kAGR
Symbolbild Deutsche Frauen beim IS
انځور: picture-alliance/dpa

د تیرکال په دوبي کې د آلمان له ختیځ څخه تر تیښتې وروسته لیندا ډبلیو. په اصطلاح له «اسلامي دولت» یا داعش تندلاري ډلې سره یو ځای شوې وه. د عراق لومړي وزیر د شنبې په ورځ ویلي دي چې اوس د دغه نجلۍ برخلیک د محکمې په لاس کې دی.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې اوس دغه ۱۶ کلنه نجلۍ د بغداد په یوه زندان کې ساتل کیږي او په وینا یې د عراق قضا به پریکړه کوي چې هغه د مرګ له سزا سره مخامخ ده که نه.

العبادي، په دغه مرکه کې ویلي دي: «تاسې پوهیږئ چې تنکي ځوانان د ځانګړې قانون له مخې د خپلو کړنو له پاره مسوول دي، په ځانګړې توګه که دغه عمل یو جرمي عمل وي او که چیرې هغه د بې ګناه انسانانو په وژلو کې حساب شي.»

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه ځوانه نجلۍ په جولای میاشتې کې عراقي ځواکونو په موصل ښار کې د یوه کور په تهکاوۍ کې موندلې وه. هغه مهال عراقي ځواکونو له داعش څخه د دغه ښار د نیولو له پاره تهاجمي عملیات تر سره کول.

د عراق د استخباراتي ادارې چارواکو نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې لیندا د داعش ډلې د پولیسو په ځواک کې وه.

د داعش د غړو د کورنیو نیول

د عراق لومړي وزیر دا هم ویلي دي چې عراقي ځواکونو ۱۳۳۳ ښځې او ماشومان هم بندیان کړي دي کوم چې کردي ځواکونو ته تسلیم شوي ول.

د العبادي په خبره د دغو کسانو زیاتره یې په کوم جرم کې لاس نه لري چې اوس په یوه کمپ کې ساتل کیږي. زیاته شوې ده چې د عراق حکومت د دغو میرمنو له اصلي هیوادونو سره په اړیکه کې دي، «څو د هغوی د سپارلو یوه لاره وموندله شي.»

العبادي ویلي دي چې دوی له دې سره کومه لیوالتیا نه لري چي دغه کورنۍ او ماشومان په خپل هیواد کې وساتي که چیرې د هغوی اصلي هیوادونه یې بیرته منلو ته چمتو وي. العبادي زیاته کړې ده چې تر اوسه عراق تر۱۰۰ لږ دغسې خلک خپلو هیوادونو ته استولي دي.

عراقي چارواکو اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې لیندا ډبلیو. په بغداد کې له نورو هغو سلونو بهرنیو ښځو سره چې له داعش سره اړیکي لري ساتل کیږي، پر کوم چې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو شک کیږي. په دغو بهرنیو میرمنو کې د فرانسې، بلجیم، سوریې او ایران اتباع شامل دي.

لیندا ډبلیو. چې د آلمان د زاکسن ایالت اوسیدونکې ده د تیښتې پر مهال ۱۵ کلنه وه. هغې په جولای میاشت کې خبریالانو ته ویلي ول چې عراق ته په خپل تګ باندې پيښمانه ده. هغې ویلي وو: «زه غواړم خپل کور ته بیرته ولاړه شم. زه غواړم له جګړې ووځم او د وسلو له شوره لیرې اوسم.» دغې نجلۍ د داعش له غړو سره د انټرنیټ له لارې تر اړیکو نیولو وروسته سخت دریځ توب ته مخې کړې وه.

لیندا ډبلیو. ویلي وو چې دې کار یوه میاشت وخت ونیو چې ترکیې ته سفر وکړي او له هغه ځایه د سوریې له لارې عراق ته ولاړه شي او د داعش له جنګیالي سره واده وکړي.

د هغې په خبره بیا وروسته موصل ته ولیږدول شوه او دغه ښار ته تر تګ لږ څه وروسته یې میړه ووژل شول.

د آلمان څارنوالۍ لا تر مخه خبرداری ورکړی وو چې لیندا ډبلیو. ښایي په عراق کې محاکمه شي. که چیرې پر هغې باندې د ترهګرۍ اړونده جرمونه په اثبات ورسیږي، ښایی د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

د آلمان په قانون کې د مرګ سزا نه شته، خو که چیرې هغه په آلمان کې محاکمه شي، نو ښایي له یو کال څخه تر لسو کلونو د بند په سزا محکومه شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی د دغې نجلۍ او نورو آلمانۍ ښځو چې په عراق کې بندیاني دي، پر بیرته راستنولو باندې کار کوي. خو د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د بیرته ستنولو په هکله کوم تړون موجود نه دی.

زموږ له ارشيف څخه: