1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش پر ضد مبارزه کي همکاري؟

۱۳۹۴ شهریور ۲۹, یکشنبه

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له روسيې سره په گډه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد سختي مبارزې غوښتنه کړې ده. دواړه هيوادونه د سوريې د مشر بشار لااسد د پر واک پاتېدو په اړه بېل بېل نظزونه لري.

https://p.dw.com/p/1GZH9
Großbritannien US-Außenminister John Kerry
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

جان کيري په لندن کي پر دې ټينگار کړی دئ چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کي د امريکا او روسيې هدف يو دئ. هغه د بريتانيا له څلورم تلويزيوني چينل سره په خبرو کي ويلي دي چي «د دواړو هدف يو دئ.»

کيري ويلي دي: «د داعش مخه بايد ونيل سي او په بشپړه توگه له منځه يووړل سي.» هغه زياته کړې ده چي په سوريه کي له روسيې سره د اسلامي دولت ډلي پرضد د گډو عملياتو د پلانولو پر سره خبري ډېري اړيني دي. کيري ويلي دي چي امريکا به د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کي خپل تلاښونه زيات کړي.

وروسته له هغه چي روسيې له امریکا سره د يوې گډي پوځي ستراتيژۍ جوړولو وړانديز وکړ، د جمعې په ورځ د دواړو هيوادونو د دفاع وزيرانو تليفوني خبري وکړې. امريکا له روسيې سره د تيرکال په مارچ مياشت کي د اوکراين کړکېچ په سبب د پوځي همکاريو په اړه خبري ځنډولي وې.

له اسد سره به څه کيږي؟

خو د دواړو هيوادونو تر منځ يوه جنجالي موضوع چي هغه د سوريې د مشر بشار لااسد د واک راتلونکې ده، همداسي پاته ده. روسيه او ايران هغه هيوادونه دي چي د اسد ملاتړ کوي. مسکو وايي چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کي د سوريې د پوځ اغېزه ډېره گټوره ده او دغه راز اسد دغه هيواد له سره پاشلو ساتلی دئ. خو د امريکا له پاره بيا اسد د دغه هيواد له پاره حل نه، بلکي ستونزه ده. دوی وايي د سوريې په راتلونکي کي اسد هيڅ ځای نه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په لندن کي له خپل بريتانوي سيال فيليپ هاموند سره په خبرو کي ويلي دي چي اسد بايد له واکه ليري سي. هغه ويلي دي چي ايران او روسيه بايد پر اسد باندي فشار راوړي چي په سوريه کي د روان کړکېچ د سياسي حل خبرو ته حاضر سي.

په سوريه کي د روسيې پوځ

د بريتانيا د بهرنیو چارو وزير هاموند ويلي دي چي په سوريه کي د روسيې پوځي مداخلي د دغه هيواد کړکېچ نور هم ستونزمن کړی دئ. د امريکا د حکومتي چارواکو په خبره روسيې د سوريې د لاذقيه ښار پوځي اډې ته پوځي تجهيزات، لکه جنگي ټانکونه، څرخۍ الوتکي او پوځيان لېږلي دي.

د امريکا د معلوماتو له مخي په دې وروستيو کي روسيې هلته څلور جنگي جټ الوتکي هم لېږلي دي، چي کيدای سي په سوريه کي په هوايي عملياتو کي وکارول سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب